د افغانستان او ایران ګډې کمېټې د سوداګرۍ پر پراختیا خبرې کړې
Jan 08, 2024 04:03 Asia/Kabul
د افغانستان او ایران ګډې کمېټې خپله لومړۍ ناسته کړې او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ او ټرانزیټ پر پراختیا یې خبرې کړي دي.
د سپوږمۍ راډیو د خبر له مخې؛ د سرپرست حکومت اقتصادي مرستیالۍ په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې په دغه ناسته کې هوکړه شوې چې د اسلام کلا، نیمروز او ابو نصر فراهي او د ایران اړخ ته د درېیو سرحدي ګمرکونو ترمنځ به کاري وخت، له ۸ ساعتونو څخه ۱۶ ساعتونو ته پورته کېږي.
ګډې کمېټې هوکړه کړې چې د دواړو هېوادونو ترمنځ به د تلونکو او راتلونکو موټرو شمېر په ورځنۍ کچه له ۵۰۰ څخه ۱۲۰۰ ته پورته کېږي.
د خبرپاڼې له مخې، په دغه ناسته کې دواړو غاړو خپل ځینې ټاکل شوي فیسونه هم لغوه کړي دي.
ټیګونه