داعش د ایران او افغانستان ګډ دښمن دی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i144420-داعش_د_ایران_او_افغانستان_ګډ_دښمن_دی
د افغانستان د سرپرست حکومت د رئیس الوزار سیاسي مرستیال په دغه هېواد کې د ایران د ولسمشر له ځانګړي استازي او سفیر سره په لیدنه کې ویلي چې داعش د ایران او افغانستان ګډ دښمن دی.
(last modified 2024-01-08T03:17:22+00:00 )
Jan 08, 2024 04:09 Asia/Kabul
  • داعش د ایران او افغانستان ګډ دښمن دی

د افغانستان د سرپرست حکومت د رئیس الوزار سیاسي مرستیال په دغه هېواد کې د ایران د ولسمشر له ځانګړي استازي او سفیر سره په لیدنه کې ویلي چې داعش د ایران او افغانستان ګډ دښمن دی.

د ریاست الوزرا د سیاسي مرستیال د دفتر په اعلامیه کې ویل شوي چې مولوي کبیر په ایران کې د وروستیو بریدونو او خلکو ته د مرګ ژوبلې د اوښتو په باب ایراني لوري ته تسیلت ویلی او داعش یې د یوه مشترک دښمن په توګه یاد کړی، چې د سیمې د ناامنه‌ کولو او د بې ګناه خلکو د وژلو هدف لري.

په دې لیدنه کې همدا راز د حسن کاظمي قمي له قوله ویل شوي چې ایران ګواکې د طالبانو د مخالفو ډلو ملاتړ نه کوي او د ده په خبره، هغه ډلې چې د ایران او افغانستان تر منځ مخالفتونه رامنځته کوي بریالۍ کېدای نه شي.

د طالبانو د حکومت د اعلامیې په اساس، په دې لیدنه کې چې یکشنبه ناوخته په کابل کې شوې په ګډې سوداګرۍ او د ټرانزیټ لپاره د لا زیاتو اسانتیاوو په رامنځته کولو هم خبرې شوي دي.