سردار سلیماني په سیمه کې د ایران ستراتیژیک ځای ته وده ورکړه
د ایران د قضائیه قوې د نړیوالو چارو مرستیال وايي: شهید ډګرجنرال قاسم سلیماني په خپلو اقداماتو سره په سیمه کې د ایران ستراتیژیک موقعیت ښه کړ.
د ۲۰۲۰ کال د جنورۍ په درېیمه د اسلامي انقلابي ګارډ د قدس ځواک پخوانی قومندان ډګرجنرال قاسم سلیماني په داسې حال کې چې هغه د عراقي چارواکو په رسمي بلنه دغه هېواد ته سفر کړی وو، هغه د عراق د ولسي خوځښت (الحشد الشعبي) له مرستیال «ابو مهدي المهندس» او د هغوی له ۸ تنو ملګرو سره په بغداد کې د امریکایي یرغلګرو او ترهګرو ځواکونو په هوایي حمله کې شهید شو.
د ایران د فارس خبري اژانس د رپوټ له مخې، د ایران د قضائیه قوې د نړیوالو چارو مرستیال«کاظم غریب آبادي» د یکشنبې په ورځ د «د میدان سړی؛ د بشري حقوقو» په کنفرانس کی وویل: شهید سلیماني په سیمه کی یو ستر پوځي ستراتیژیک وو او د مقاومت محور د دغه لوړ رتبه شهید په هڅو ولاړ دی.
د ایران د قضائیه قوې د نړیوالو چارو مرستیال وویل؛ جنرال سلیماني د ایران او سیمې او اهل بیتو لپاره پراخ خدمتونه درلودل، خو د هغه په شهادت رسولو کې د امریکایانو کړنه د ملګرو ملتونو د منشور له ټولو اصولو سرغړونه ده.
غریب عبادي زیاته کړه: د ایران په نظام کې د قضائیه تعقیب درې لارې طرحه شوې دي، د عراق خاوره او بله یې نړیوال تعقیب دی او د عدالت نړیواله محکمه د دغې قضيې د اداره کولو واک لري.
د ایران د بشری حقوقو د مرکز منشي ټینګار وکړ: په عراق کې د مقاومت د قوماندانانو د وژنې په اړه تحقیقات دوام لري او د ایران د اسلامي جمهوریت یوه غوښتنه دا ده چې دغه تحقیقات دې ژر تر ژره پای ته ورسېږي، ترڅو قضیې ته په نړیوالو محکمو کې رسېدنه وشي.