صهیونیسټان له رسنیو څخه کرکه کوي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i144484-صهیونیسټان_له_رسنیو_څخه_کرکه_کوي
د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر د غزې په جنګ کې د شهید شویو رسنیزو فعالانو د درناوي په ترڅ کې وویل: صهیونیسټان د رسنیو له فعالانو څخه کرکه کوي.
(last modified 2024-01-09T08:11:31+00:00 )
Jan 09, 2024 08:46 Asia/Kabul
  • صهیونیسټان له رسنیو څخه کرکه کوي

د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر د غزې په جنګ کې د شهید شویو رسنیزو فعالانو د درناوي په ترڅ کې وویل: صهیونیسټان د رسنیو له فعالانو څخه کرکه کوي.

د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر په خپله رسمي ایکس پاڼه کې ولیکل: پر غزې باندې د درې میاشتنۍ ظالمانه جګړې په موده کې ۱۱۱ خبریالان او کېمره مینان په شهادت رسېدلي دي، چي دغه وېروونکې شمېرې د تاریخ په اوږدو کې مخینه درلودلې نه ده.

د ایرنا له راپور سره، حسین امیر عبداللهیان زیاته کړه: صهیونیسټان سخت د نړیوالو له خبراوي او قضاوت څخه وېرېږي او په دې خاطر د اسرائیلو جنایتکار رژیم د رسنیو له فعالانو څخه کرکه او نفرت کوي.

«حمزه وائل الدحدوح» د الجزیرې خبریال او مصطفي ثریا آزاد خبریال د یکشنبې په ورځ په خان یونس کې د صهیونیسټانو له خوا په نښه شول او په شهادت ورسېدل، چي له دې سره په غزې کې د شهید شویو خبریالانو شمېر ۱۱۱ تنو ته ورسېد.

صهیونیسټي رژیم چي په غزې کې سخت جنایتونه تر سره کوي، له دې ویریږي چي د ښځو او ماشومانو د عامې وژنې انځورونه او راپورونه د خبریالانو له خوا انعکاس وموند او په دې خاطر صهیونیسټي ځواکونه خبریالان په نښه کوي.