اسلامي ایران د اسرائیلي رژيم د محاکمه کولو ملاتړ وکړ
زموږ خبریال راپور راکړی د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت د هیګ د انصاف په نړیوالې محکمې کې د صهیونیسټي رژيم پرضد د شکایت لپاره د سویلي افریقا د حکومت د اقدام ملاتړ وکړ.
صهیونیسټي رژیم د تیر میلادي کال د اکتوبر د میاشتې له اومې نیټې راهسې د فلسطین له حماس غورځنګ سره د مبارزې په پلمه د امریکا او د نورو اروپايي هېوادونو په پراخو سیاسي او پوځي ملاتړونو سره د غزې تړانګې د بې دفاع خلکو پرضد تر ټولو سختې هوايي، ځمکنۍ او سمندري حملې پیل کړي دي، چې له امله یې د غزې تړانګې او د نورو فلسطیني سیمو ګڼ شمېر کورونه او ودانۍ له خاورو سره خاورې شوي دي او تر نن ورځې پورې درویشت زره او درې سوه اوه پنځوس فلسطینیان شهیدان او نهه پنځوس زره نور ژوبل شوي هم دي.
په همدې لړ کې سویلي افریقا هېواد په غزې تړانګه کې د فلسطینیانو د وژلې د عاملانو د سزا کولو او د صهیونیسټي رژیم د جنایتونو د ختمېدا په هدف سره په هالینډ کې په هیګ ښار کې د انصاف نړیوالې محکمې ته د اسرائیلو رژیم پرضد شکایت کړی دی.
د هیګ د انصاف نړیواله محکمه نن او سبا ورځ د فلسطین په غزې تړانګه کې د نسل وژنې د دوسیې په هکله د سویلي افریقا او د صهیونیسټي رژیم په لیدتوګو باندې غور کوي.
تراوسه د ایران ، پاکستان، اردن، ترکیې، مالیزیا، بولیویا، وینزویلا او لیبیا په شان ډېرو هېوادونو او د اسلامي ملګرتیا موسسې د هیګ د انصاف په نړیوالې محکمې کې د اسرائیلي رژیم د وروستۍ نسل وژنې او جنایتونو باندې د غور کولو او د اسرائیلو د چارواکو د محاکمه کولو ملاتړ کړی دی.
په همدې لړ کې د ایران اسلامي جمهوریت یوځل بیا د فلسطین د ملت پرضد د صهیونیسټي اپارتائید رژیم د نسل وژنې او د جنګي جنایتونو په سخت ډول غندلو سره له نیواکګرۍ سره په مقابلې کې د فلسطین د ملت لپاره د نړیوالو حقونو پراساس د پېژندل شوي او جایز حق او د ازادۍ د اقدام په توګه د مقاومت د کړچار ملاتړ کړی دی.