د ایران ولسمشر د یمن د ستر ملت د زړورتیا درنښت وکړ
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د اسلامي ایران ولسمشر سید ابراهیم رئیسي پرون د یمن د لوړې سیاسي شورا د مشر« مهدي المشاط» ټیلي فوني تماس ته په ځواب کښې د فلسطین له مظلومو خلکو په ملاتړ کښې د یمن د ستر ملاتړ د زړورتیا درنښت وکړ او د بیلابیلو هیوادونو لپاره په سمندر کښې د کشتیو د تګ راتګ د امنیت د ساتلو پر سیاست یې ټینګار وکړ.
د اسلامي ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي په دغو ټیلي فوني خبرو کښې د فلسطین د لسګونو زره ښځو او د ماشومانو پرضد د جنایتونو د ترسره کولو په دلیل صهیونیسټ رژيم نسل وژونکی رژیم وباله کوم چې د نړۍ ملتونو غندلی دی.
هغه د یمن په خلکو باندې په حملې کښې د امریکا د اقدام د غندلو په ترڅ دغه برید د امریکا د بشري حقوقو ضد او د تیریګر او د حقیقي ماهیت ایشواکونکی وباله او ډاګینه یې کړه بې شکه دا ډول حملې د هغو خلکو پرضد چې کلونه کلونه یې د پردیو هیوادونو د تیریو په مقابل کښې مقاومت کړی دی او نن سبا هم د فلسطین د مظلومو خلکو په دفاع کښې اغیز شیندونکی رول لوبوي د نړۍ د ازادي غواړو ملتونو لخوا به وغندل شي.
ابراهیم رئیسي په دوام کښې د فلسطین له مظلوم ملت څخه ملاتړ د ایران د اسلامي جمهوریت اصولي دریځ وباله او ټینګار یې وکړ د صهیونیسټ رژيم ظلم به هم د فلسطین د ملت په نهايي بریالیتوب سره پاې ته ورسیږي.
د یمن د لوړې سیاسي شورا مشر مهدي المشاط هم وویل د فلسطین د غزې تړانګې د مظلومو خلکو په ملاتړ او له صهیونیسټ رژيم سره د مقابلې لپاره په خپلو دریځونو کښې ثابت قدمه یوو او هیله من یوو چې اسلامي امت د صهیونیسټ رژيم او د هغه د ملاتړو هیوادونو د انسان ضد جنایتونو او د روانو بدلونونو په هکله د حقیقت د بیانولو لپاره له خپلو ظرفیتونو استفاده وکړي.