Jan 18, 2024 12:08 Asia/Kabul
  • د سیستان او بلوچستان په سروان کې سهارد چاودنوغږونه آوریدل شوي

په عین حال کې د پاکستان خارجه وزارت نن دیوې اعلامیې په خپرولو سره له ترهه ګرۍ سره دمبارزې په باب له ایران سره  پر ګډو ملګرتیاؤ باندې په ټينګار سره  وئيلي دي ، پاکستان  دایرن په خاورې کې دننه د پاکستانی الاصل ترهه ګرو پر مرکزونو حملې کړي دي.

 مهر خبری اژانس راپور ورکړ،د ایران دسیستان اوبلوچستان ولایت د امینیتی  سیاسی  چارو مرستیال علی رضا مرحمتي نن سهار وختي په یولړ څرګندونو کې ووئیل،نن سهار وختي څلورنیمې بجې د سروان ولسوالۍ په محدودې کې د څو چاودنوغږونه واوریدل شول چې له ارزونو وروسته معلومه شوه چې د پاکستان له خوا دایران په یوه سرحدي کلي باندې توغندوي برید شوی  چې وئيل کیږي ،په دغې حملې کې اوه غیر ایراني ښاریز وژل شوي  چې ځینی ماشومان او ښځې هم په کې ترسترګو کیږي.

داپه داسې حال  کې دي چې د ایران داسلامی جمهوریت خارجه وزارت په دغو پيښو پسې د پاکستانیو چارواکو دفوری توضیح غوښته کړې ده .

په عین حال کې د پاکستان خارجه وزارت نن دیوې اعلامیې په خپرولو سره له ترهه ګرۍ سره دمبارزې په باب له ایران سره پر ګډو ملګرتیاؤ باندې په ټينګار سره وئيلي دي،پاکستان  دایرن په خاورې کې دننه د پاکستانی الاصل ترهه ګرو پر مرکزونو حملې کړي دي.

د پاکستان د خارجه وزارت په اعلامیې کې راغلي دي ،پاکستان د ایران د مځکنۍ بشپړتیا او حاکمیّت بشپړ احترام کوي. ایران د پاکستان یو ښه ګاونډی اوورور هیواد دی او د پاکستان ولس دایران د ولس ډیر احترام او مینې ته قایل دي،مونږ تل د ترهه ګرۍ د بلا په شمول له ګډو چیلنجونو سره په مقابلې کې پر ملګرتیاؤ او خبرواتروټینګار کړی دی او مشترکو حل لارو ته د رسیدا لپاره به هلوځلو ته دوام ورکړو.

له دې سره په یووخت د پاکستان  دپوځ دعمومی اړیکو دفتر آئي ایس پي آر هم په یوې اعلامیې کې د نن سهار وختي د ایران په سروان ولسوالۍ کې د ترسره شوو عملیاتو په باب وئيلي دي ،په دغو عملیاتو کې له ډير احتیاطه کار اخستل شوی او د بی ایل اې او بی ایل ایف  بیلتون غواړو ډلګیو په مرکزونو ئې شیشت برابر کړی او  امو خلکو ته له تاوان رسولو پرته اقدام شوی دی . په دغې اعلامیې کې همداراز وئیل شوي  چې په دغو عملیاتو کې ډرونز ،توغندوي او نوره مناسبې وسلې کارول  شوي دي.

په عین حال کې وورستي  راپورونه ښئ چې د ایران  او پاکستان پر پولې شرائط آرامه دي  او د میرچاوې دسرحدي چارو مدیر حسین علی شاه کرم  په وینا د ایران او پاکستان پوله هماغه راز خلاصه  ده او تر وروستیو پورې له کوم مشکل پرته ټرانزیټي تګ راتګ ترسره کیږي.

Image Caption

 

Image Caption

 

ټیګونه