داسلامي ایران خارجه وزیرپاکستان ته سفرکوی
د ایرنا د خبر له مخې د ایران او پاکستان د بهرنیو چارو وزارتونو په یوه ګډه بیانیه کښې اعلان وکړ چې د دواړو هیوادونو سفیران به ډیر ژر خپل ماموریت ته ستانه شی.
د پاکستان او ایران هېوادونو موافقه کړې چې د دواړو هېوادونو سفیران ډېر ژر بېرته خپل ماموریت ته ستانه شي.
د ایرنا د خبر له مخې د ایران او پاکستان د بهرنیو چارو وزارتونو په یوه ګډه بیانیه کښې اعلان وکړ چې د دواړو هیوادونو سفیران به ډیر ژر خپل ماموریت ته ستانه شی.
د دغه بیانیې له مخې، د پاکستان او د ایران د اسلامی جمهوریت د بهرنیو چارو د وزیرانو له ټیلیفونی خبرو وروسته، دواړو لورو موافقه وکړه چې د دواړو هېوادونو سفیران به د ۲۰۲۴ کال د جنورۍ تر ۲۶مې پورې خپلو دندو ته ستنیږی.
په همدې حال کې د پاکستان د بهرنیو چارو د وزیر جلیل عباس جیلاني په بلنه به حسین امیر عبداللهیان د جنوري په 29 پاکستان ته سفر وکړي.