د فلسطین خلک باید د انتخاب حق ولري
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i145274-د_فلسطین_خلک_باید_د_انتخاب_حق_ولري
د ایران د بهرنیو چارو وزیر وویل: د فلسطین خلک باید د ملګرو ملتونو په مرسته د انتخاب حق ولري، چې دا موضوع د ټولو فلسطینیانو په حضور او د ټولپوښتنې په ترسره کولو سره ترسره کېدای شي.
(last modified 2024-01-26T03:42:01+00:00 )
Jan 26, 2024 01:05 Asia/Kabul
  • د فلسطین خلک باید د انتخاب حق ولري

د ایران د بهرنیو چارو وزیر وویل: د فلسطین خلک باید د ملګرو ملتونو په مرسته د انتخاب حق ولري، چې دا موضوع د ټولو فلسطینیانو په حضور او د ټولپوښتنې په ترسره کولو سره ترسره کېدای شي.

د ایرنا د خبر له مخې، د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیرعبداللهیان له المانیټور سره په خبرو کې د غزې تر جنګ وروسته د غزې مسئله یوه ډېره مهمه مسئله وبلله او ټینګار یې وکړ چې د غزې تر جنګ وروسته، د هرډول فیصلې مرکز باید فلسطیني مشران وي وویل: باید فلسطیني - فلسطیني خبرې اترې ترسره شي او دوی د دې خبرو اترو له لارې د غزې او لوېدیځې غاړې اداره کولو څرنګوالي په اړه، یوې پایلې ته ورسېږي.

امیر عبداللهیان، فلسطین په مختلفو افکارو سره په ټولو فلسطیني ډلو کې شامل وګڼلو او څرګنده یې کړه: د فلسطین خلک باید د انتخاب حق ولري او د ملګرو ملتونو په مرسته باید یو انتخابي ماډل جوړ شي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر د دې په یادولو سره چې عربستان اعلان کړی چې د فلسطین مسئله د هغوی اصلي لومړیتوب دی، وویل: د اسرائیلو وروستیو اقداماتو، له دغه رژیم سره د تعلقاتو د عادي کولو مسئله سخته او پېچلې کړې ده او هر هغه هېواد چې غواړي له اسرائیلو سره په دغه حالت کې د تعلقاتو نورمالولو اړیکه ولري، باید دروند لګښت ورکړي.