د ایران د اسلامی جمهوریت سپوږمکیز قدرت ، او پر ځاي پوهې تکیه
د ایران د ساینسدانانو په ترور او حذفوفو کې د ایران د دښمنانو په تیره بیا د امریکا او صهیونیسټي رژيم هڅه هم نه ده توانیدلې،د ایران د توغندوي صنائعو او تخنیکي پوهې دپراختیا خنډ شي.
د سباؤن لسیزې له شپو ورځو او د فضائي ټيکنالوجۍ د ملی ورځې له رارسیده سره په یووخت د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر د سپوږمکئ ۱۱ لیږد ترسره کیداد ایران د اسلامی جمهوریت په ضد د بندیزنو د ناکامۍ ښودنه و بلله او ټينګار ئې وکړ، فضائي پرمختګونه په نړیوال ډګر کې هم د ایران د اسلامی جمهوریت د منزوي کیدا د پلان ناکامۍ رابرسیره کیدا ده.
د اسلامی ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي د فضائي ټیکنالوجۍ د ملی ورځې په دستورو کې چې د فضائي څیړنځاي په یوه هال کې ترسره شوې ، روښانه کړې ده، په فضا او فضائي ټیکنالوجۍ کې شتون،د مختلفو حوزو لپاره د یو مخکښ حرکت دی او د ایران د قدرت په زیاتیدا کې ډير اغیزشیندونکی حسابیږي.

د ایران اسلامی جمهوریت د اسلامی انقلاب له هماغه پیله په څه دپاسه تیرو څلورو لسیزو کې تل د لویدیځي هیوادونو په تیره بیا د امریکا له خوا په ټولو برخو په تیره بیا په ساینسي او ټيکنالوجیکي برخو کې له ډيرو زیاتو بندیزونو سره مخامخ دی.
د اسلامی انقلاب دښمنانو دا تصوّر کاوۀ چې دبندیزونو په اعمالولو سره او د ایران په څنډې ته کولو سره دغه هیواد په وروسته پاتیوالی ساتلو سره دغه هیواد د نړۍ د ورځې له بریاؤ محرومه وساتي.
داپه داسې حال کې دي،چې شهید تهراني مقدم پشمول د ایران ځوان ساینسدانان بریالی شوي دي،د بندیزونو په ناکامولو سره په ایران کې فضائي او توغندوي ټيکنالوجي او پوهه ځاي کړي.

د ایران د ساینسدانانو په ترور او حذفوفو کې د ایران د دښمنانو په تیره بیا د امریکا او صهیونیسټي رژيم هڅه هم نه ده توانیدلې،د ایران د توغندوي صنائعو او تخنیکي پوهې دپراختیا خنډ شي.
د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر په فضا کې شتون، قدرت رامینځةکونکی او شتمنۍ ډالۍ کونکی وباله او ټينګار ئې وکړ،د ایران داسلامی جمهوریت دښمنانو هڅه کړې ده ،په بندیزونو سره د ایران ملت ودروي او په انزوا کې ئې راولي ، خو په تیرو دوه نیمو کلونو کې د سپوږمکیو ۱۱ ځله لیږدولو ښودلې ده چې د ایران اسلامی جمهوریت توانیدلی دی ،د بندیزونو له خنډه تیر شي او د ځان د منزوي کیدا پلان هم ناکامه کړي.
په حقیقت کې د ایران ساینسدانان او ځوانان نه یوازې؛ مونږ کولی شو،د باؤر عملی ځلا، په ترټولو ښه انداز سره عملیاتي کړې ده ،بلکې د دوي هڅه او زیار ددغه و اقعیّت ښودونکی دی چې په فرصت باندې د بندیز او ګواښ په بدلولو کې بریالي شوي دي.
داسې چې د ایران د اسلامی جمهوریت د ولسمشر په وینا، د ایران د ځوانو پوهانو او ساینسدانانو د هلوڅلو په مرستې سره، په فضائی ډګر کې د ایران د اسلامی جمهوریت ځائیګی له ۴۵ رُتبې د برلاسه لسم هیواد رُتبې ته ورسوي او د یوه ډيجیټ کولو په حال کې دي.

د هوافضا د صنعت په برخې کې د ایران اسلامی جمهوریت د فضائي ټيکنالوجۍ په ځاي کولو سره په دفاعي ډګر کې د خپل توغندوي توان پر پیاوړي کولو سربیره،د سپوږمکئ لیږدونکو راکټونو او توغندیو په جوړولو او تولید بریالي شوي دي چې د هوافضا په صنعت کې یو لوي پرمختګ حسابیږي.
په هرحال دایران اسلامی جمهوریت د خپل اسلامی تمدن د حوزې دلوړتیا په لړ کې د جامعو پروګرامونو په غوره کولو سره دخپلو ځّوانانو د وړتیاؤ او خلاقیّت په لازیاتې غوړیدا پسې دی. او بې شکه ځوان ایراني پوهان به په نزدې راتلونکي کې په دغه ډګر کې د پرمختګ څوکې فتح کړي او په اسلامی نړۍ کې به د ایران ځائيګی نوره هم لوړ کړي.
په عین حال کې ،له سپوږمکۍ څخه د ایران د اسلامی جمهوریت پراخه استفاده به ، د کرهڼې ، هواپيژندنې او حتی د روغتیا او طبي برخو پشمول د نورو صنائعو او برخو پر ودې اوڅاره اغیزې وشیندي.
د ایران اسلامی جمهوریت په اسلامی تمدن جوړونې کې د یوه اسلامی مخکښ هیواد په توګه تل د پرمختګ او پراختیا په چارې کې مخکښ دی او د فضائي صنعت پشمول په ټولو برخو کې دخپلو ټيکنالوجیکي او علمي پوهې د توان د تجارتي کولو او له نورو سره ئې د شریکولو لپاره تیار دی .