Feb 07, 2024 12:50 Asia/Kabul
  • د ایران او عراق ترمنځ د حسیني اربعین د ترسره کولو تړونونه لاسلیک شول

د اربعین په تړاو دویمه غونډه د عراق او ایران د کورنیو چارو د مرستیال وزیرانو په شتون سره په تهران کې ترسره شوه او په دغه غونډه کې د راتلونکي کال حسیني اربعین د ترسره کولو لپاره تفاهم لیکونه لاسلیک شول.

هر کال د صفرې میاشت په قمري کال هینداره کې د کربلا په دښته کې د نړۍ د اهل تشیع د درېیم سرلاري، حضرت امام حسین (ع) او د هغه د وفادارو ملګرو د شهادت اربعین دی.

زیارت کوونکي او د شهیدانو د سرور او سالار مینوال، په عراق او د نړۍ په مختلفو ښارونو کې په پراخ شتون سره، د حسیني اربعین مراسم په شانداره توګه لمانځي.

زموږ د خبریال د خبر له مخې، د ایران د اربعین برخې د مرکزي دفتر استازو او د عراق یوه  پلاوي له نږدې درې ساعته بحث وروسته، د راتلونکي کال د اربعین لپاره د دواړو هېوادونو ترمنځ هوکړو ته سره ورسېدل.

د عراق د کورنیو چارو وزارت مرستیال سعد معن په دې ناسته کې وویل: په دې هوکړو کې د بندرونو، له پولو څخه د زیارت کوونکو د تګ راتګ، روغتیا، ملاتړ او ګمرک په څېر موضوعات شامل دي.

د عراق د سرحدي برخې مشر عمر الاوهلي هم په دغه ناسته کې وویل: د عراق حکومت د حسیني اربعین د میلیوني زیارت کوونکو لپاره یوه لوړ رتبه کمېټه ځانګړې کړې ده او په دې برخه کې ډېر پلانونه لري او د اربعین د زائرانو د امنیت لپاره یې هم یوه کمېټه جوړه کړې ده.

عمر الاوهلي زیاته کړه: د دواړو لورو د پلاویو سفرونه او د هغوی خبرې اترې، د زیارت کوونکو د ستونزو په حل کې ډېر اغېزه لري، د بېلګې په توګه، د دواړو هېوادونو په پولو کې د زائرانو د معلوماتو د الکترونیکي تبادلې لپاره همغږي رامنځته شوه، تر څو د ایران او عراق سرحدونه ۲۴ ساعته زیارت کوونکو ته خدمات وړاندې کړي.

ټیګونه