د ترهګرو موخه په پاکستان کې د ولسواکۍ د بهیر ننګول دي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i145930-د_ترهګرو_موخه_په_پاکستان_کې_د_ولسواکۍ_د_بهیر_ننګول_دي
کنعاني وويل: د ايران اسلامي جمهوريت د ډيموکراسۍ په بهير او د ترهه ګرۍ له ناوړه ښکارندې سره په مقابله کې د پاکستان د دوست، ګاونډي او ورور هیواد د حکومت او ملت په څنګ کې دى.
(last modified 2024-02-08T07:33:49+00:00 )
Feb 08, 2024 12:02 Asia/Kabul
  • د ترهګرو موخه په پاکستان کې د ولسواکۍ د بهیر ننګول دي

کنعاني وويل: د ايران اسلامي جمهوريت د ډيموکراسۍ په بهير او د ترهه ګرۍ له ناوړه ښکارندې سره په مقابله کې د پاکستان د دوست، ګاونډي او ورور هیواد د حکومت او ملت په څنګ کې دى.

د ایران د اسلامی جمهوریت د خارجه وزارت ویندوی په پاکستان کې  د عامو انتخاباتو په درشل کښې د وروستیو ترهه ګرو اقداماتو په غندلو سره وویل: د ترهګرو هدف د ډیموکراټیک بهیر ننګول او په پاکستان کې  د ټولټاکنود ارامښت  ګډوډول دی.

د پاکستان د ملي او ایالتي اسمبلۍ د انتخاباتو دولسم پړاو نن سهار (پنجشنبه) په ټول پاکستان کې تر سختو امنیتي تدابیرو لاندې د رای ورکولو په څه باندې ۹۰ زره مرکزونو کې د دغه هېواد د بېلابېلو پرګنو د خلکو په ګډون سره پیل شو.

د پاکستان په انتخاباتو کې رای اچونه نن په داسې حال کې پیل شوه چې د دغه هیواد په بلوچستان صوبه کې د دوو ترهه ګرو حملو له امله ۱۸ تنه ووژل شول.

د ایرنا خبري اژانس د راپور له مخې د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ناصر کنعاني چافي په پاکستان کې د وروستیو ترهه ګرو حملو د غندلو په ترڅ کې وویل چې د ترهګرو هدف د ډیموکراټیک بهیر ننګول او په پاکستان کې د انتخاباتو د ارامښت  ګډوډول دي.