اسلامي ایران د فلسطین په رفح سیمې هوايي بریدونه وغندل
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ناصر کنعاني چافي د فلسطین د « رفح» په هستوګنه سیمو باندې د صهیونیسټ رژیم د پوځ جنایتکارانه هوايي حملې وغندلې.
د فلسطین د غزې تړانګې په جنوب کښې د رفع سیمې پرضد د صهیونیسټ رژیم د پوځیانو په پرون سهار حملو او بمباریو کښې کابو سل کسان شهیدان او یوشمیر نور ژوبل شوي دي.
خبري سرچینو ویلي دي چې اکثره شهیدان او ژوبل کسان ښځې او ماشومان دي.
د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ناصر کنعاني چافي د فلسطین له څه د پاسه لسو لکو کډوالو څخه د رفع سیمې کوربه توب ته په اشارې سره خبرداری ورکړ په رفع سیمې باندې تیري کولو کښې د صهیونیسټ رژیم اقدام او په دغه سیمې باندې د ځمکنۍ حملې ګواښ کولای شي د فلسطین د بې دفاع ملت پرضد د یوه بل جنایت او د انساني غمیزې د رامینځته کیدا سبب شي.
هغه وویل د اسرائیلو دا ډول اقدام او اراده نه یوازې د اوربند په موضوع کښې د روانو خبرو اترو ګډوډونکي او توپیر لرونکي ده بلکې د هالینډ د انصاف د نړیوالې محکمې لخوا له صادر شوي حکم سره توپیر لرونکی اقدام او د نړیوالو اصولو د بې اعتباره کولو لپاره د ټولو نړیوالو حقوقي اصولو په بیا بیا خلاف ورزۍ کولو کښې د صهیونیسټ رژيم د خبیثانه نیتونو مصداق دی.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند ناصر کنعاني د دغه وحشیانه اقدام د خطرناکو پایلو په هکله د خبرداري او د صهیونیسټ رژيم لخوا د فلسطین د خلکو د نسل کشۍ د دوام په هکله د اندیښنې په څرګندولو سره وویل اوس وخت رارسیدلی دی که چیرې امریکا او د صهیونیسټ رژيم نور لویدیځ ملاتړي هیوادونه د سیمې د امنیت او د ثبات په هکله د خپلو اندیښنو په څرګندولو کښې صادق دي نو د فلسطین د بې دفاع خلکو په وژلو کښې د صهیونیسټ رژیم د چارواکو له لیونتوب څخه د ډک کړچار په هکله سمدستي اقدام وکړي.