د ایران خارجه وزیر امریکا ته خبرداری ورکړ
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i146114-د_ایران_خارجه_وزیر_امریکا_ته_خبرداری_ورکړ
تسنیم خبري اژانس راپور راکړی د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان بیروت ته د خپل سفر په پاې او د لبنان له لوړرتبه چارواکو او د فلسطین د مقاومت ډلو له مشرانو سره له کتنې وروسته په یوه خبري کانفرنس کښې په ګډون کولو سره د رسنیو خاوندانو او خبریالانو ته ځوابونه ورکړل.
(last modified 2024-02-12T21:12:38+00:00 )
Feb 13, 2024 01:38 Asia/Kabul
  • د ایران خارجه وزیر امریکا ته خبرداری ورکړ

تسنیم خبري اژانس راپور راکړی د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان بیروت ته د خپل سفر په پاې او د لبنان له لوړرتبه چارواکو او د فلسطین د مقاومت ډلو له مشرانو سره له کتنې وروسته په یوه خبري کانفرنس کښې په ګډون کولو سره د رسنیو خاوندانو او خبریالانو ته ځوابونه ورکړل.

هغه د فلسطین په رفع سیمې باندې د صهیونیسټ رژیم د پوځ د حملې او له غزې تړانګې څخه د فلسطینیانو په زوره د کوچولو لپاره د هڅې په هکله وویل اسرائیل به د امریکا له ملاتړ پرته حتی یوه دقیقه هم په غزې تړانګه کښې د جنګ د دوام جوګه نه وي او زیاته یې کړه اسرائیل د فلسطین د ولس پرضد څه د پاسه څلور میاشتې جنګ وروسته د سوله ئیزو حل لارو له منلو او د جنګ او د نسل کشۍ له بندولو پرته بل هیڅ چاره نلري.

حسین امیر عبداللهیان په دغه خبري کانفرنس کښې د غزې په جنګ کښې د صهیونیسټ رژيم له جنایتونو څخه په ملاتړ کولو کښې  د امریکا ستر رول ته په اشارې سره د واشنګتن چارواکو ته له خبرداري په ډک پیغام کښې وویل امریکا باید د نتانیاهو  لخوا د یرغمل کیدا  یا د سوله ئیزو حل لارو د تحقق لپاره په هڅو کښې یو شی انتخاب کړي.

د سیاسي چارو شناند او لیکوال «عباس صباغ» لبنان ته د ایران د خارجه وزیر د سفر په هکله خپلې ارزونې کښې وویل ایران د غزې د جنګ له پیل راهسې باوري وو چې جنګ بې ګټې دی او له همدې کبله یې د دغه کړکیچ د ختمیدا لپاره یې په سیاسي حل لارې باندې اعتماد درلود.

هغه وویل له لبنان سره په جنګ  د اسرائیلو د چارواکو ټینګار ښودنه کوي هغوې اساسا د لبنان د  اسلامي مقاومت غورځنګ حزب الله وسونه نه پيژندي.