Feb 15, 2024 07:32 Asia/Kabul
  • اسلامي نړۍ باید د صهیونیسټانو د جنګي مشین خلاف راپورته شي

د ایران د اسلامی جمهوریت د قضاییه قوې مشر دې ته په اشارې سره چې اسلامي نړۍ ته پکار دي چې د صهیونیسټانو د جنګي مشین خلاف راپاڅیږي، وویل: ضروري ده چې په غزه کښې د صهیونیسټانو له خوا د ړندې وژنې د بندولو لپاره ټول اړمونه فعال شي.

د ایران د اسلامی جمهوریت د قضاییه قوې مشر دې ته په اشارې سره چې اسلامي نړۍ ته پکار دي چې د صهیونیسټانو د جنګي مشین خلاف راپاڅیږي، وویل: ضروري ده چې په غزه کښې د صهیونیسټانو له خوا د ړندې وژنې د بندولو لپاره ټول اړمونه فعال شي.

د ایرنا د خبر له مخې د ایران د اسلامی جمهوریت د قضائیه قوې مشر غلامحسین محسني اژه­اي عراق ته د خپل سفر په دوهمه ورځ د دغه هیواد له لومړی وزیر محمد شیاع السودانی سره وکتل او د غزې له خلکو په ملاتړ کښې یې د عراق د حکومت او ولس د غوره دریځونو په قدرونې سره یې د غزې د خلکو د وژلې د بندولو لپاره په صهیونیسټي رژيم او امریکې باندې د اسلامي نړۍ د سیاسي دباؤنو په زیاتیدو ټينګار وکړ.

هغه همداشان د ایران او عراق د ولسونو ترمینځ پریمانه اشتراکاتو ته په اشارې سره وویل: د ایران اسلامي جمهوریت تل په عراق کښې د ثبات، امنیت او پراختیا غوښتونکی او په ستونزو باندې د برلاسي کیدو لپاره په مختلفو برخو کښې له دغه هیواد سره مرستو ته چمتو دی.

د ایران د قضاییه قوې مشر په دوام کښې، له ترهګرو سره د هراړخیزې مقابلې او د ایران او عراق ترمینځ د امنیتي موافقې د بشپړې اجرا په ضرورت ټینګار وکړ.

په دغه ملاقات کښې د عراق وزیراعظم "محمد شیاع السوډاني" هم د فلسطین د موضوع په لړ کښې د ایران د اسلامي جمهوریت اصولي او پرله پسې ملاتړ ته په اشارې سره، د عراق له حکومت او ولسه هم د اسلامي انقلاب د معظم رهبر او د ولسمشر د دوامدارو ملاتړونو قدرونه وکړه.

هغه په ټولو برخو کښې له ایران سره د اړیکو پراختیا او پياوړتیا ته د خپل هیواد چمتووالی څرګند کړ.

 

ټیګونه