د شانګهای له غړیو سره د ایران د غیرتیلي تجارت زیاتیدا
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i146240-د_شانګهای_له_غړیو_سره_د_ایران_د_غیرتیلي_تجارت_زیاتیدا
د شانګهایی سازمان د څه دپاسه درې میليارډونفوسو په برخمنتیا ، د نړۍ د ناخالصو توليد له 20٪ زيات درلودلو ، د څلورو اټومي قدرتونو غړيتوب او د ملګرو ملتونو د امنيت شورا د دوو دايمي غړو غړيتوب سره د سيمه ييزو همکاريو د زياتولو په ځانګړې توګه په سوداګرۍ او اقتصادي برخه کې د ایران د اقتصاد لپاره ګټوره تجربه کېدای شي
(last modified 2024-02-15T05:51:56+00:00 )
Feb 15, 2024 10:20 Asia/Kabul
  • د شانګهای له غړیو سره د ایران د غیرتیلي تجارت زیاتیدا

د شانګهایی سازمان د څه دپاسه درې میليارډونفوسو په برخمنتیا ، د نړۍ د ناخالصو توليد له 20٪ زيات درلودلو ، د څلورو اټومي قدرتونو غړيتوب او د ملګرو ملتونو د امنيت شورا د دوو دايمي غړو غړيتوب سره د سيمه ييزو همکاريو د زياتولو په ځانګړې توګه په سوداګرۍ او اقتصادي برخه کې د ایران د اقتصاد لپاره ګټوره تجربه کېدای شي

 

د شانګهای د همکارۍ د سازمان له خوا اعلان شوي شمیرنې ښيي چې له بندیزونو سره سره د ایران د اسلامي جمهوریت او د دغه سازمان د غړیو هیوادونو ترمنځ د سوداګرۍ اندازه زیاته  شوی ده.

د روان کال له (۱۴۰۲)پیل د مرغومې   میاشتې تر پايه پورې د ايران او د شانګهای د همکارۍ سازمان د ۱۱ غړیو او څارونکو ترمنځ د ۳۷ میليارډو ۱۳۸ میليون او ۴۷۳ زره ډالرو په ارزښت  ، ۶۴  میليونه او ۳۱۱ زره ټنه غير تیلي توکي تبادله شوي دي. چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۴۰.۷ سلنه د وزن او د ارزښت له پلوه ۵.۵ سلنه وده کړې ده.

له ګاونډیو او غږمله  هیوادونو سره د اړیکو پراختیا او د همکارۍ زیاتول د ایران د دیارلسم حکومت له مهمو ستراتیژیو شمیرل کیږي چې تل یې د خپل کار له پیل یعنی له  ۱۴۰۰ کال راهیسې په پام کې نیولي او د هیواد لپاره یې مثبتې پایلې ترلاسه کړي دي. د دیارلسم  حکومت نظر تل په اجرایی ګام کې د اقتصادي ګټو پراختیا ده ؛ په دې موخه د صادراتو او وارداتو په برخو کې تدبيرونه، د متقابلو پانګونو زياتوالی او د همکارۍ کچه په اجنډا کې شامله شوې او د شانګهای د همکارۍ سازمان غړیتوب يو له دغو تدبيرونو دی.

 

د ایران حکومت د جدي ډیپلوماتیکو اقداماتو په تعقیب  پسې وتوانیده  چې په دې سازمان کې د ایران د غړیتوب لپاره د شانګهای د ټولو غړیو رضایت ترلاسه کړي. په همدې لړ کښې د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر سید ابراهیم رئیسی د ۲۰۲۱ میلادی کال د سپتمبر په څوارلسمه نیټه، تاجکستان ته په سفر او د شانګهای د ملګرتیاو د سازمان په شپاړسمه سرمشریزه کښې په ګډون سره،  په دغه سازمان کښې له څارونکي څخه دایمي ته  د ایران د غړیتوب د بدلولو مجوز  ترلاسه کړ.

اوس مهال ایران، هند، قزاقستان، چین، قرغزستان، پاکستان، روسیه، تاجکستان او ازبکستان د شانګهای رسمي غړي دي.

د شانګهایی سازمان د څه دپاسه درې میليارډونفوسو په برخمنتیا ، د نړۍ د ناخالصو توليد له 20٪ زيات درلودلو ، د څلورو اټومي قدرتونو غړيتوب او د ملګرو ملتونو د امنيت شورا د دوو دايمي غړو غړيتوب سره د سيمه ييزو همکاريو د زياتولو په ځانګړې توګه په  سوداګرۍ  او اقتصادي برخه کې د ایران  د اقتصاد لپاره ګټوره تجربه کېدای شي .

که څه هم د شانګهای د همکارۍ سازمان په لومړیو کې د امنیتي او سیاسي همکاریو پر بنسټ جوړ شوی و، خو په وروستیو کلونو کې په تېره بیا د روسیې او چین پر وړاندې د لویدیځ له بندیزونو وروسته، د دغه سازمانګروهنه  د اقتصادي همکاریو پر لور زیاته  شوی ده.

په عین حال کې، د ایران جیو پولیټیکل موقعیت او د تیلو او ګازو پراخې سرچینې د شانګهای د غړو لپاره د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو د پراختیا لپاره یو ښه فرصت دی. ایران د نړۍ یو له هغو څو هیوادونو دی چې په څو برخو کې موقعیت لري؛ په حقیقت کې ایران د فارس خلیج، لوېدیځې اسیا، منځنۍ اسیا، قفقاز او د هند نیمه وچه کې موقعیت لري، چې د اسیا، اروپا او افریقا د وچې تر منځ د پل  په توګه ځانګړی ترانزیتي موقعیت ګڼل کېږي.

په همدې حال کې د شانګهای له غړیو سره د ایران د سوداګریزو راکړو ورکړو مخ پر ودې ګروهنه  د دې حقیقت ښودنه کوي چې د دغه سازمان په چوکاټ کې د سیمه ییزو او نړیوالو ډګرونو د اقتصادي قدرت په توګه همکاري د بندیزونو په شرایطو کې د ایران د اقتصاد لپاره ښه فرصت دی.

د ایران د اقتصاد او مالیې وزیر سید احسان خاندوزي په دې اړه وویل: دښمنان په دې لټه کښې دي چې د ایران د اسلامي انقلاب سیاسي او اقتصادي پولې محدودې کړي خو اوس پولې خلاصې شوي او ټولې سرچینې ورو ورو د هیواد دننه بیرته ستنیږي. او د شانګهای د همکارۍ سازمان او په  بریکس ګروپ کې د مخ پر ودې اقتصادونو سره د حرکت او همکارۍ لاره  خلاصه شوی ده تر څو د هیواد په ضد د بندیزونوتدبیر او علاج وشی .