د آسماني کتاب قرآن کریم پیغام د مقاومت او جهاد پیغام دی
د ایران د اسلامی جمهوریت د فرهنګ او اسلامی ارشاد وزیر د قرآن کریم د عمومی سیالیو د څلویښتم پړاؤ او د اسلامی نړۍ د زده کونکو د قرآنی سیالیو داتم پړاؤ په پرانیستونکو دستورو کې د قرآن کریم پیغام د قماومت او جهاد پیغام وبالۀ.
زمونږخبریال راپور راکړ، د ایران د کلتور او اسلامی ارشاد وزیر محمد مهدي اسماعیلی پرون ناوخته په تهران کې د د قرآن دنړیوالو سیالیو د ددغو سیالیو په پرانیستونکو دستورو کې پخپلې وینا کې ددې خبرې په کولو سره چې دایران اسلامی جمهوریت د حضرت امام خمینی دلوي غورځنګ په واسطې سره ،دیوه قرآني غورځنګ په توګه پيژندل شوی دی، ووئيل، د قرآن پیغام د مقاومت او جهاد پیغام دی او نن سبا مونږ په اسلامی نړۍ کې د مقاومت او جهاد د لوړ قدرت شاهدان یوو.
اسماعیلی زیاته کړې ده ، نن سبا دغزې مظلوم خلک څه دپاسه څلورمیاشتې کیږي، چې د وحشي او جنایتکار صهیونیسټي رژيم له تر ټولو بې آمانه حملو سره مخ دي او هغه ماشومان چې خپلې کورنۍ ئې له لاسه ورکړي دي، په قدرت سره د کیمرو په وړاندې دریږي او د مقاومت خبرې کوي ،دا د قرآن قدرت دی چې د مقاومت دغه شان فضا ئې خوره وره کړې ده.
د ایران د کلتور او اسلامی ارشاد وزیر ووئیل ، نن سبا دسیمې دخلکو د اسلامی مقاومت غورځنګ ،صهیونیسټي وحشي رژيم په ګونډو کړی دی، او مونږ ټولو د مقاومت په دغه پړاؤ کې الهي ژمنې مشاهده کړي دي.
د ایران د قرآن عمومي سیالیو څلویښتم پړاؤ او د اسلامی نړۍ د زده کونکو د قرآنی سیالیو اتم پړاؤ د ؛ یو کتاب یو امت ؛ په شعار سره د ایران د اسلامی شورا د مشر محمد باقر قالیباف ، دیو شمیر حکومتي مسئولانو ، او دقرآني چارو د مدیرانو په شتون سره په تهران کې د سرمشریزې په هال کې پیل شوی دی.
د قرآن دعمومي سیالیو څلویښتم پړاؤ د تیر پړاؤ په شان د قرآن د تحقیق، قرائت،ترتیل او دټول قرآن د حفظ په څانګو کې له اتلسو کلونو زیات عمرلرونکو میرمنو او سړیو په دوو برخو کې ترسره کیږي.
ټاکل شوې ده د ایران دقرآن د نړیوالو سیالیو څلویښتم پړاؤ پایزې دستورې د فرورۍ په یویشتمه نیټه ترسره شي.