Feb 19, 2024 07:16 Asia/Kabul
  • له لوېدیځې آسیا څخه د امریکا د وتلو لازمه، د سیمې د هېوادونو د همکارۍ پراخول دي

د ایران د بهرنیو چارو د وزارت سیاسي مرستیال، د سیمې د هېوادونو د همکارۍ پراختیا او د دوستانه اړیکو پیاوړتیا، د لوېدیځې آسیا له سیمې د امریکايي پوځیانو د وتلو مهم شرط وباله.

د ایران د بهرنیو چارو د وزارت سیاسي مرستیال علي باقري کني د یکشنبې په ورځ په یوه ټلویزیوني پروګرام کې له ګاونډیو او د سیمې له هېوادونو سره د ایران د اړیکو په هکله زیاته کړه چې له ګاونډیو هېوادونو سره د ایران د حکومت تعامل، د ستراتیژیکو او سیستماتیک تصمیم په اساس دی او له اسرائیلي نسل وژونکي رژیم پرته، له ټولو ګاونډي او د سیمې له هېوادونو سره ښې اړیکې لري.

باقري کني له ګاونډیو هېوادونو سره د ایران ښو او مناسبو اړیکو ته په اشارې سره وویل: د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر د بهرني سیاست او نړیوالو اړیکو په ډګر کې، د یوه فعال دولت د مشر په توګه توانیدلی چې له ګاونډیو هېوادونو سره په اړیکو کې مهمې برخې پرانیزي .

د ایران د بهرنیو چارو د وزارت سیاسي مرستیال همدارنګه د تهران او باکو د تعلقاتو په اړه زیاته کړه، ایران او آذربایجان جمهوریت له یو بل سره نه ماتېدونکې تاریخي، تمدني، دیني او مذهبي اړیکې لري او د دواړو هېوادونو د تعلقاتو پراختیا، د سیمې او له ګاونډیو هېوادونو سره د تعامل او هماهنګۍ لپاره د ایران د اسلامي جمهوري نظام د جدي ارادې ښودنه کوي.

ټیګونه