انتخابات د ایران د ولس لپاره یو ښه فرصت دی
ټاکل شوې ده د ایران د اسلامی شورا دانتخاباتو دولسم پړاؤ او د رهبرۍ د خبرګانو شورا د انتخاباتو شپږم پړاؤ دکب د میاشتې په یولسمې نیټې په جمعې ورځې په درست ایران کې ترسره شي.
د تهران د جمعې لمانځه خطیب د ایران راتلونکي پارلیماني انتخابات،د ایران دملت لباره یو لوي فرصت وبالۀ او په دغو پارلیماني انتخاباتو کئې ئې پرګډون ټينګار وکړ.
ټاکل شوې ده د ایران د اسلامی شورا دانتخاباتو دولسم پړاؤ او د رهبرۍ د خبرګانو شورا د انتخاباتو شپږم پړاؤ دکب د میاشتې په یولسمې نیټې په جمعې ورځې په درست ایران کې ترسره شي.
زمونږخبریال راپور راکړ، د تهران د جمعې لمانځه خطیب حجةالاسلام علی اکبری نن پخپلو خطبو کې ووئیل، انتخابات د ایران په اداره کولو کې د ولس د ارادې ننداره او ددینی ولسواکۍ او آزادۍ بیلګه دي.
حجةالاسلام علی اکبري زیاته کړې ده ، نن سبا د اسلامی انقلاب او د ایران د ولس درست دښمنان د راتلونکو انتخاباتو په ضد یو ځای شوي دي او هیله مند یوو په راتلونکي جمعې ورځې د ایران ولس یوځل بیا په دغه ویاړمن تاریخ کې د دښمن خولۀ ماتونکی یوه بله حماسه وپنځوي او د پیاوړي ایران یو انځور بشریّت ته وړاندې کړي.
د تهران د جمعې لمانځه خطیب همداراز د اسلامی نړۍ د لومړۍ موضوع اونړیوالې مسئلې په باب ی عني دغزې تړانګې دغامیزې په اړه ووئيل، دغزې جنګ له یو سل څلویښت ورځې وروسته د نړیوال استکبار د ډول ډول ناکامیو په یوه لوي نندارتون بدل شوی دی. صهیونیسټ غاصب رژیم به په دغې پيښې کې د مقاومتي چورلیز په وسیله درندۀ ګوزارونه وخوري او پوزه به ئې په مځکې وموښل شي. د خداوندمتعال په مرستې سره او د مقاومتي چورلیز په همت او نړیوالې ویښتیا په سیوري کې چې رابرسیره شوی ، دغه وحشي او جنایتکار او تیریګر رژیم به ښه ورځ ونه ویني. هغه په دوام کې ووئیل، هغه څه چې د فلسطین او غزې دبیخ بینائیو په کنډوالو بدلولو او عامو وژلو سره پیښ شوي دي ،د لویدیځ دلیبرل ډیموکراسۍ او د دځينو تش په نامه اسلامی حکومتونو د خیانت کونکي چُپتیا محصول دي.
د تهران د جمعې لمانځه خطیب ووئیل، د فلسطین او غزې د ولس مقاومت کلکه دریدا نه یواز ې داسلامي نړۍ دعزت لامل شوې ، بلکې د سلطې د نظام په فکري ګرداؤ کې د ښکیلو خلکو لپاره ئې دعمومي فرطري ویښتیا هم له ځان سره راوړې او اوس له فلسطین او غزې څخه ملاتړ په نړۍ کې د روڼ اندئ په بیلګې بدل شوی دی.