Feb 27, 2024 05:59 Asia/Kabul
  • صهیونیسټي رژیم د ټولې نړۍ لپاره ترټولو ښکاره ګواښ دی

د ایران د بهرنیو چارو وزیر وویل: صهیونیسټي رژیم نه یوازې د فلسطین د بې دفاع او د لوېدیځې آسیا د سیمې لپاره، بلکې د ټولې نړۍ لپاره ترټولو بېړنی او ښکاره ګواښ دی.

د ایرنا د خبر له مخې، د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیرعبداللهیان د دوشنبې په ورځ په جنیوا کې د ملګرو ملتونو په اروپايي مرکز کې د بې وسلې کولو په کنفرانس کې زیاته کړه، نړیواله ټولنه باید د نړۍ سولې ته د نیواکګر، توکمپاله او د صهیونیسټي رژیم بې سابقې ګواښونه، په جدي توګه وبولي او د دې ګواښ پر وړاندې پریکنده اقدام وکړي.

امیر عبداللهیان وویل، هغه ظلمونه چې د امریکا په ملاتړ د صهیونیسټي نژاد پرست رژیم په تېرو پنځو میاشتو کې، د غزې په تړانګه کې د خپل وحشیانه نسل وژنې په ترڅ کې ترسره کړي دي، د هغه خطرناک ګواښ ښودنه کوي چې سیمه د یوې سترې او نږدې شخړې په لور بیايي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر څرګنده کړه: صهیونیسټي نیواکګر رژیم د امریکې او ځینو نورو لوېدیځو هېوادونو په ملاتړ کې دومره سپین سترګی شوی، چې په بې شرمۍ سره د غزې تړانګې مظلومو خلکو او د سیمې هېوادونو ته د اټومي وسلې پر کارولو  ګواښونه کوي. دوی زیاته کړه، پکار ده چې د صهیونیسټي رژیم د اټومي وسلو ټولې ذخیرې له مینځه یوړل شي او د دوی ټول اټومي تاسیسات دې د اټومي انرژۍ د نړیوالې ادارې تر څارنې او تصدیقي میکانیزمونو لاندې راشي.

ټیګونه