د ملګروملتونو د بشري حقوقو شورا باید جدي اقدام ترسره کړي
زمونږ خبریال راپور راکړی د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان د فلسطین په غزې تړانګه کښې د صهیونیسټ رژيم د جنایتونو د بندولو لپاره د ملګروملتونو د بشري حقوقو د ستر کمشنر د جدي اقدام غوښتنه وکړه.
د ایران د خارجه چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان د سویزرلینډ په جینیوا ښار کښې د ملګروملتونو د بشري حقوقو له ستر کمشنر «وولکر ترک» سره په کتنه او خبرو کښې دې ته په اشارې سره چې د اسرائیلو د نسل وژونکي رژیم لخوا د فلسطین په غزې تړانګه کښې د بشري حقوقو سیسټاماټیکه خلاف ورزۍ د پیړۍ په غمیزې بدله شوي ده د دغه غمیزې د بندولو لپاره د جدي او د اغیز شیندونکي اقدام غوښتنه وکړه.
هغه د فلسطین په «رفح »سیمه کښې انساني شرایط په یوې غمیزې باندې د بدلیدا په درشل کښې وبلل او ویې ویل ضروري ده چې ملګري ملتونه په دې باره په جدي ډول اقدامات وکړي.
د ایران خارجه وزیر حسین امیر عبداللهیان دغه راز د فلسطین په غزې تړانګه کښې د صهیونیسټ رژيم د جنایتونو په هکله د حقیقت موندونکي کمیټۍ جوړول د ملګروملتونو د بشري حقوقو د شورا د مسوولیتونو په چوکاټ کښې وبلل او ټینګار یې وکړ باید اجازه ورنکړو چې ملګري ملتونه د غزې تړانګې د حالت په نتیجه کښې بې اعتباره شي.
د ملګروملتونو د بشري حقوقو ستر کمشنر «وولکر ترک» هم په غزې تړانګه او لویدیځه غاړه کښې په کړکیچنو شرایطو باندې د ژورې اندیښنې او د خواشینۍ په څرګندولو سره وویل په غزې تړانګه او لویدیځې غاړې کښې د کړکیچ د کمولو او په سیمه کښې د ارامښت د رامینځته کولو لپاره به خپلو هڅو ته دوام ورکړي.
هغه په دې خبرې سره چې د فلسطین کړکیچ پوځي حل لاره نلري د دغه بحران د ختمولو لپاره د سیاسي حل لارې په موندلو ټینګار وکړ.