ایران د پاکستان له سیل ځپلو سره مرستو ته تیار دی
د ایران د اسلامی جمهوریت د سرې میاشتې دټولنې مشر دپاکستان په بلوچستان صوبې کې له سیل ځپلو سره د ایران د بشپړ چمتووالی خبر ورکړ.
د پاکستان په بلوچستان صوبې کې په ګوادر بندر شاوخوا سیمو کې د زیاتو ورښتونو له امله سیلاب دبندر شاوخوا سیمو ته ډیر زیات تاوانونه اړولي او دغهر از ئې په زرګونو خلک کډه په سر کیدا ته اړ کړي دي.
په همدې خاطر د ایران د اسلامی جمهوریت د سرې میاشتې د ټولنې مشر پير حسین کولیوند د پاکستان د سرې میاشتې د ټولنې مشر شاهد احمد لاقري ته په یوه پیغام کې له سیل ځپلو سره د خواخوږۍ په څرګندولو سره په پاکستان کې د انسان دوستۍ له عملیاتو سره د مرستې په موخې سره د طبی اونورو مرستندویه ټیمونو دلیږلو لپاره د ایران چمتووالی اعلان کړ.
په رارسیدلو راپورونو کې وئيل شو يدي چې دزیاتو ورښتونو له امله د ګوادر بندر شاوخوا سیمو کې په نهرونو کې اوبه زیاته شوې او په سیمې کې زیاتره هستوګنې سیمې له اوبو ډکې شوي چې د زیاتره خلکو د کډه په سر کیدا لامل شوي دي او احتمال دی چې دغه سیل د بلوچستان صوبې نوره سیمې هم لاندې کړي .