د ایران او روسیې تر مینځ د همکاریو ۶ سندونه لاسلیک شوي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i146912-د_ایران_او_روسیې_تر_مینځ_د_همکاریو_۶_سندونه_لاسلیک_شوي
د ایران او روسیې د اقتصادي همکاریو د ګډې کمیټې په اوولسمه غونډه کې د دواړو هیوادونو د جګپورو چارواکو تر مینځ د همکاریو ۶ سندونه لاسلیک شوي دي.
(last modified 2024-02-29T06:15:38+00:00 )
Feb 29, 2024 10:43 Asia/Kabul
  • د ایران او روسیې تر مینځ د همکاریو ۶ سندونه لاسلیک شوي

د ایران او روسیې د اقتصادي همکاریو د ګډې کمیټې په اوولسمه غونډه کې د دواړو هیوادونو د جګپورو چارواکو تر مینځ د همکاریو ۶ سندونه لاسلیک شوي دي.

دغه غونډه په تهران کې د ایران د تیلو د وزیر جواد اوجی او د روسیې د لومړي وزیر د مرستیال الکساندر نواک په ګډون تر سره شوه چي په کښې د لویو لارو د جوړولو او د ازادو تجارتي سیمو د رامینځته کولو لپاره ۶ هوکړې لاسلیک شوې.

الکساندر نواک له دغې غونډې وروسته، په یوه خبري ناسته کې وویل چي د ایران او روسیې تر مینځ د سوداګریو کلنۍ کچه ۶ میلیارد ډالرو ته رسېدلې ده، او تمه کیږي چي له دې نه زیاته وده وکړي.

همداشان د یادې غونډې په ترڅ کې د ایران د لویو لارو او ښارجوړونو وزیر مهرداد بذرپاش هم د روسیې د ولسمشر له ځانګړي استازي ایګور لویتین سره، وکتل چي دواړو لورو په کښې د روسیې او ایران تر مینځ د رېل ګاډو د پټلیو د پروژې د بشپړه کېدو په ضرورت بانډې ټینګار وکړ.

دواړهو هیوادونو په اقتصادي، فوځي او امنیتي ډګرونو کې د اړیکو د پراختیا هڅې کوي او په سیمې او نړۍ کې له امریکا سره، په مقابله کې همکاري کوي.