له افغانستان سره پر پوله د دېوال طرحه بشپړه شوې
د افغانستان لپاره د ایران د اسلامي جمهوریت ځانګړي استازي او په کابل کې د دغه هېواد سفیر حسن کاظمي قمي ویلي، چې له افغانستان سره پر پوله د دېوال جوړولو لومړنۍ طرحه بشپړې شوې ده.
هغه له ایسنا خبري اژانس سره په مرکه کې ویلي چې د دېوال د جوړولو پرېکړه یوازې د ایران اسلامي جمهوریت ته د غیرقانوني کډوالو د ننوتلو، انساني قاچاق د مخنیوي او له نشه يي توکو سره د مبارزې لپاره نه ده ؛ بلکې د هغه په وینا، د ترهګریزو عناصرو د مهارولو لپاره ترسره کېږي چې اوس مهال دا هېواد ورسره مخ دی.
نوموړي ویلي، افغانستان او ایران د سرحدونو له وېشلو سره مخ نه دي؛ بلکې دوی د هغو ترهګریزو ډلو له ګواښ سره مخ دي، چې د سترو قدرتونو له ملاتړه برخمنې دي.
قمي دغه راز د هلمند په سیند کې د حقابې د ورکړې په اړه هم هیله څرګنده کړې؛ خو زیاته کړې یې ده، چې له افغان چارواکو سره د دوی خبرو د پام وړ پایله نه ده ورکړې.