ایران کې ۱۶ ساعته رایه اچوونه ترسره شوه.
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i146964-ایران_کې_۱۶_ساعته_رایه_اچوونه_ترسره_شوه.
په ایران کې د اسلامي شورا د دولسمې دورې او د رهبرۍ د خبرګانو د شپږمې دورې لپاره د رای ورکولو موده د جمعې په ورځ د کب په یولسمه د شپې په ‍۱۲ بجو پای ته ورسید.
(last modified 2024-03-01T23:36:32+00:00 )
Mar 02, 2024 03:55 Asia/Kabul
  • ایران کې ۱۶ ساعته رایه اچوونه ترسره شوه.

په ایران کې د اسلامي شورا د دولسمې دورې او د رهبرۍ د خبرګانو د شپږمې دورې لپاره د رای ورکولو موده د جمعې په ورځ د کب په یولسمه د شپې په ‍۱۲ بجو پای ته ورسید.

د ایرنا د خبر له مخې؛ دغه انتخابات د جمعې په ورځ سهار اته بجې د ایران د کورنیو چارو د وزیر احمد وحیدي په اعلان سره پیل شول او په انتخاباتو کې د خلکو د زیات ګډون له امله د رای اچونې لپاره درې ځلې وخت زیات شو.

د خبر له مخې؛ لومړۍ موده یې د ماښام تر اته بجو، وورسته د شپې تر لس بجو او بالاخره دغه موده د درېیم ځل لپاره د شپې تر دولس بجو پورې وغځول شوه.

Image Caption

 

د رایې اچونې بهیر له پای ته رسېدو وروسته د هېواد د ټاکنو د مرکزي دفتر له خوا د ښارونو او ولایتونو د ټاکنیزو حوزو رایې شمېرل کېږي او اعلانېږي.

له دې امله چې د تهران، ری، شمرانات او اسلامشهر ولسوالۍ په پارلمان کې ۳۰ څوکۍ لري او ۳۵۴۵ نوماندانو په سیالۍ کې برخه اخیستې وه، نو د رایو شمېرل او اعلان وخت نیسي.

همدارنګه د شمېرو له مخې، د ۱۴۰۲ کال په ټاکنو کې ۶۱ میلیونه ۱۷۲ زره ۲۹۸ کسانو برخه اخیستې وه، چې له دې ډلې ۳۰ میلیونه ۹۴۵ زره یې نارینه او ۳۳ میلیونه ۲۲۷ زره ۱۶۵ یې ښځې وې.

د ایران د انتخاباتو د مرکزي دفتر د اعلان له مخې د اسلامي شورا د دولسمې دورې په انتخاباتو کې څه دپاسه ۱۵ زره کسانو د ګډون لپاره رایې ورکړې دي چې له دې جملې څخه ۱۲ فیصده ښځې او ۸۸ فیصده یې نارینه دي او په دې انتخاباتو کې ۱۴۴ کسان د رهبرۍ د متخصصینو د مجلس تایید شوي دي.

د نړۍ له شل هېوادونو څخه  ۱۶۰ رسنیو اړوند درې نیم سوه خبریالانو او د خبري اژانس مسؤلینو د ایران اسلامي جمهوریت د اسلامي شورا د دولسمې دورې او د ایران د رهبرۍ د خبرګانو شورا د شپږمې دورې انتخابات تر پوښښ لاندې راوستي دي.