د ایران اوپاکستان اړیکې په نوي پړاؤکې لاپراخې اوپیاوړي کیږي
(last modified Mon, 04 Mar 2024 09:08:19 GMT )
Mar 04, 2024 13:38 Asia/Kabul
  • د ایران اوپاکستان اړیکې په نوي پړاؤکې لاپراخې اوپیاوړي کیږي

د پاکستان ولسمشر عارف علوی  نن ماسپښین  د پاکستان له نوي لومړي وزیر شهباز شریف څخه په یولړ  دستورو کې حلف واخست او دهیواد ګټو او مصلحتونو ته ئې پابند کړ.

د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر ابراهیم ریئسی د پاکستان نوي ټاکل شوي لومړي وزیر شهباز شریف ته   د مبارکۍ په پیغام لیږلو سره  ټينګار کړی، اسلامی ایران  د خپل همیشني سیاست په چوکاټ کې  د پاکستان ورور او ګاونډي هیواد  سره د دوو اړخیزو د ټولو اړخونو د پياوړتیا  او ژورتیا لباره بشپړ تیار دی.

د اسلامی ایران پخپل دغه پیغام کې وئيلي دي، اسلامی ایران او پاکستان  د ژورو کلتوري او تاریخي پيوندونو په سیوري کې به  د ملګرتیاؤ  د پیاوړتیا او پراختیا په لاره کې په لازیاتو هڅو سره  ګامونه پورته کړي څو د ایران او پاکستان د دوو لویو ملتونو لپاره د اړیکو    ښه اوخوښه سویه ترلاسه کړي.

ابراهیم ریئسي  همداراز  هیله وښودله  چې د پاکستان نوی حکومت  د دغه هیواد د ودې او غوړیدا په لړ کې ښه ګامونه پورته کړي او له خداوندمتعاله  د پاکستان دشریف ملت  دنیکمرغۍ  او بریالیتوب   او د نوي حکومت د بریالیتوب دعا  کوو.

د پاکستان د  نوی ولسی جرګې  نمایندګانو د تیرې یکشنبې په ورځې د رایو په اکثریت سره د دغه هیواد د د یوشمیر ګوندونو د ائيتلافي جبهې   نماینده  شهباز شریف  د پاکستان د لومړي وزارت په څوکۍ غوره کړ.

داپه  داسې حال کې دي چې د پاکستان ولسمشر عارف علوی  نن ماسپښین  د پاکستان له نوي لومړي وزیر شهباز شریف څخه په یولړ  دستورو کې حلف واخست او دهیواد ګټو او مصلحتونو ته ئې پابند کړ.

Image Caption