Mar 09, 2024 13:02 Asia/Kabul
  • په لوېدیځ کې د ښځې د موضوع په تړاو له آیت الله خامنه يي څخه ځینې پوښتنې
    په لوېدیځ کې د ښځې د موضوع په تړاو له آیت الله خامنه يي څخه ځینې پوښتنې

پارس ټوډې- دا یو مشهور راپور دی چې لوېدیځ په خپلو خبرو، فریادونو او تبلیغاتو کې، تل د ښځو د حقونو مدعي دی، مګر په عمل کې هرڅومره چې توانېدلی له هغوی څخه یې اوزاري استفاده کړې ده.

د ښځې د نړیوالې ورځې په مناسبت، د ښځو په برخو کې د لوېدیځ تمدن پر کړنو او چلند باندې، د یوه نیوکه کوونکي په توګه د اسلامي انقلاب د رهبر پوښتنو او نیوکو ته یوه لنډه کتنه کوو.

ولې په لوېدیځو چاپېریالونو کې ورځ تربلې د شخصیت او درناوي په برخو کې، د مېرمنو لېوالتیا کمېږي او د ښځو درناوی ورځ په ورځ له منځه ځي؟

Image Caption

ولې په هغه رسمي ناستو کې چې په اروپا او امریکا کې ترسره کېږي، ښځه کولای شي حتی په نیمه بربنډ جامو سره په دې رسمي ناستو کې ګډون وکړي، مګر نارینه باید په بشپړ لباس سره، نیکټايي او یا هم پاپیون وکاروي او ګډون وکړي؟ ولې؟  ولې ښځه کولای شي په هغه ډول راشي، مګر که نارینه په رسمي ناستو کې فرض وکړئ، په برزو (کچه) سره راشي، د آدابو خلاف عمل یې کړی؟ علت څه دی؟  که ښځه په میني سکرټ( لنډې لمن) سره راشي ستونزه نه لري، مګر که د دې نارینه لباس یوڅه سبک وي ستونزه لري؛ ولې؟

ولې په لوېدیځو چاپېریالونو کې ورځ تربلې فحشا او تن پلورل زیاتره دودېږي؟ دا اوس ترسره کېږي.

ولې هم جنس بازي د یوې مترقي تګلارې په توګه پېژندل کېږي، چې که کوم څوک ترې انکار وکړي، د یوه وروسته پاتې فکر، شخص او ملت په توګه ګڼل کېږي؟ ولې؟

هم په سیاسي چاپېریالونو کې دودېږي، هم په ټولنیزو چاپېریالونو کې، ولسمشران او د هېوادونو چارواکي هغه خپروي او ځیني بیا ویاړي چې  موږ داسې یو! ولې؟ دا څه منطق لري؟

ولې په لوېدیځو چاپېریالونو کې، درې اړخیز یا څلور اړخیز جنسي مسائل، د دوی د معلوماتو له مخې او هغه مالومات چې زموږ په واک کې دي، پوهېږو چې دا معلومات پټ نه دي، دا معلومات ښکاره دي – ورځ تربلې زیاتېږي؟

ټول هغه څیزونه چې د کورنۍ بنسټ له منځه وړي، ورځ تربلې په لوېدیځ کې مخ پر زیاتېدو دي. دا ټول شیان د کورنۍ اساس خرابوي؛ جنسي آزادي او د جنسي تعرضاتو په ډېرېدو کې افراط، کورنۍ له منځه وړي.

په لوېدیځو ټولنو کې د خیانت کچه

ما له دې څو کاله وړاندې، د امریکا د یوه ولسمشر له یوه کتاب ( د جیمي کارتر کتاب ، د اقدام لپاره غوښتنه) څخه مې یوه څه نقل کړل؛ شمېرې په واقعیت سره وېروونکي دي؛ د جنسي تعرضاتو احصائیې، د بې بندو بارۍ شمېرې.

د اقدام لپاره غوښتنه؛ د جیمي کارتر کتاب

او جنسي تیری مجازات نه لري، نه مجازات کېږي، مګر حجاب مجازات لري! یو ناسم او ناوړه کس، یوه حجاب لرونکې ښځه وځوروي، بیا محکمې ته وغوښتل شي، په محکمه کې هغه ښځه په چاقو سره ووهي او مړه یې کړي، دا ستونزه نه لري! ( د ۱۳۸۸ کال په چنګاښ میاشتې کې د مروه شربیني وژل کېدو ته اشاره ده، چې هغه په آلمان کې یوه مېشته مېرمنه وه، د الکس وینز په نوم د یوه روسي الاصله آلماني وګړي د چاقو په ګوزار سره، چې وړاندې له هغه څخه یې د سپکاوي له امله شکایت کړی وو، په محکمه کې ووژل شوه.) اوس مثلا یو څه موده هغه ناوړه کس بندي کوي، مګر دا له حجاب سره مبارزه او مقابله په بشپړه توګه یو ناوړه کار نه ګڼل کېږي؛ ولې؟

مروه شربیني

دا ناځواب شوي پوښتني دي، دې ته ځواب نه ورکوي، ځکه چې منطق شتون نه لري.

له یوه ایراني مسئول څخه چې په یوه اروپايي یا امریکايي ناسته کې ګډون کړی، پوښتنه کوي آیا تاسو له هم جنس بازۍ سره موافق یاست، که وواي چې نه، هغه باسي! لامل یې څه دی؟ دا څه منطق لري؟ ځواب شتون نه لري؛

یعنې لوېدیځ د ښځې د موضوع په تړاو خپلو کړنو لپاره او د ښځو اړوندو مسائلو پوري او هغه چلند چې د ښځو ټولنې په تړاو یې لري او ترسره کېږي، هېڅ منطق نه لري، نو ځکه په دې اړه له بحث، خبرو اترو او مباحثو څخه تښتي.

ومې ویل چې خپلې موخې په اوزاري توګه پر مخ وړي، په دې کارونو کې هم ښه مهارت لري: فلم جوړوي، کتاب لیکي، مقاله لیکي، پیسې ورکوي، هنري، کلتوري، سیاسي او داسې نور شخصیتونه اړ باسي، چې خبرې وکړي؛ نړیوال مرکزونه جوړوي، د ښځو اړوند مرکزونه، او دا په اصطلاح نړیوال سازمانونه، هر هېواد چې د دوی له موخو سره مخالف وي، نمره ورکوي، قضاوت کوي او د جدول په آخر کې راولي.

زه په یوه کلمه کې وایم چې د ښځې د مهم او حیاتي بحث په تړاو د لوېدیځ  تمدني چلند د سیاست پایله، په دوو لاملونو کې خلاصه کېږي: ګټه اخیستنه او خوند اخیستنه.

د اسلامي انقلاب له رهبر سره د لیدنې په ناسته له خپلو اولادونو سره د مېرمنو ګډون

 

ټیګونه