Mar 14, 2024 07:31 Asia/Kabul
  • دښمنانو د ایران د شاته ساتلو لپاره زمونږ د علم او ټیکنالوجۍ برخه په نښه کړې ده

دښمنانو د ایران د شاته ساتلو لپاره زمونږ د علم او ټیکنالوجۍ برخه په نښه کړې ده

د ایران ولسمشر ساينس او ​​ټکنالوژي يو له هغو ډګرونو څخه ګڼلې چې دښمن ورته د اسلامي ايران د شاته پاتې کولو په موخه بدنیته دی او د هېواد د علمي کچې د ساتنې او پرمختګ په اړتيا باندې په ټينګار سره يې استادانو او مخورو ته لارښوونه وکړه چې د مخامخ کېدو په صورت کې دې په اسانۍ له دغه ډګر څخه لاس وانخلي او په کوشش او سرشیندنې سره ناامیدي د دښمن لوري ته او هیله او امید خپلې ټولنې ته ډالۍ کړي.

د ایرنا د خبر له مخې، آیت الله سید ابراهیم رئیسی تیرماښام د «پرمختللو علومو او ټیکنالوژۍ له استادانو او غوره پوهانو» سره په کتنه کښې د هغوی د نظرونو او نظریاتو په اوریدو سره، په هیواد کښې د تولیداتو د زیاتیدو مهمې موضوع ته اشاره وکړه او ویې وويل: په پوهنتونونو او مرکزونو کې د هېواد ډېر علمي ظرفيتونه نه دي کارول شوي، چې د توليداتو د لوړولو او د هېواد د ستونزو د هواري په موخه بايد په نوښتګر ډول وکارول شي.

ولسمشر رئیسي د هېواد په ادارو کې پېچلې بیروکراسي د پوهانو پر وړاندې یو له اساسي خنډونو څخه وبا... او زیاته یې کړه: د دغې بیروکراسي له امله د رامنځته شویو خنډونو په لرې کولو کې مرسته د دولتي چارواکو او د ټولو مسوولو کسانو او بنسټونو دنده ده. د هېواد د پرمختګ د ګړندي کولو په موخه په تېره بيا په علمي ډګر کې بايد د دغو خنډونو د ليرې کولو لپاره نوښتګر ګامونه پورته شي او په هېواد کې يو ستر علمي جهش او چټکتیا رامنځته شي.

 

ټیګونه