امریکا د هر ډول بشري حقونو د سرغړونې اصلي تورنه ده
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i147710-امریکا_د_هر_ډول_بشري_حقونو_د_سرغړونې_اصلي_تورنه_ده
د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو د وزارت ویاند وویل: د بشریت د وجدان او د نړۍ د عامه افکارو له آنده، د صهیونیسټي رژیم په تجهیز او سمبالولو کې د ګډون له امله، امریکا د هر ډول بشري حقونو او قوانینو په نقضولو کې اصلي تورنه ده.
(last modified 2024-03-15T07:12:14+00:00 )
Mar 15, 2024 11:41 Asia/Kabul
  • امریکا د هر ډول بشري حقونو د سرغړونې اصلي تورنه ده

د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو د وزارت ویاند وویل: د بشریت د وجدان او د نړۍ د عامه افکارو له آنده، د صهیونیسټي رژیم په تجهیز او سمبالولو کې د ګډون له امله، امریکا د هر ډول بشري حقونو او قوانینو په نقضولو کې اصلي تورنه ده.

د ایرنا د خبر له مخې، د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو د وزارت ویاند«ناصر کنعاني» د جمعې په ورځ په ایکس ټولنیزه شبکه کې ولیکل: فلسطینیانو ته د خوراکي توکو د رسولو او لېږلو د هڅو په اړه، د امریکې نمایشي او ریاکاره اقدام، د صهیونیسټي رژیم د جنګي جنایتونو په تړاو د امریکا د بشپړ ملاتړ  له واقعیت څخه هېڅ نه کموي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویندوی وویل: امریکايي چارواکي په ایران کې د بشري حقونو په اړه د خپل تبلیغاتي ماشین په پرمخ بیولو او په فعالولو سره به، ونتوانېږي چې په غزې تړانګه کې د مظلومو خلکو په نسل وژنې او ډله ایزې وژنې کې د امریکې ګډون او ظلم پاک کړي .

کنعاني ټینګار وکړ: له بشري حقونو او د بشري حقونو له نړیوالو میکانیزمونو څخه سیاسي او اوزاري استفاده، د امریکې د بهرني سیاست د حقیقت یوه برخه ده.

ډېری نړیوالو سازمانونو لکه ملګري ملتونه، د خوړو نړیوال پروګرام، د روغتیا نړیوال سازمان، په فلسطین کې د بې سرحده ډاکټرانو سازمان، د بښنې نړیوال سازمان او نورو نړیوالو سازمانونو په غزه کې د قحطۍ د پیښو او خپرېدو په اړه خبرداری ورکړی دی.