Mar 18, 2024 03:33 Asia/Kabul
  • د سوریې پیاوړي کیدا د سیمې د ثبات په ګټه ده

ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ایران د ملي امنیت د لوړې شورا سیکرټر «علي اکبر احمدیان» وویل د سوریې وسمنیدل د سیمې د امنیت او د ثبات په ګټه دي.

د ایران د ملي امنیت د لوړې شورا سیکرټر او د اسلامي انقلاب د ستر لارښود استازي علي اکبر احمدیان پرون په تهران کښې د سوریې له دفاع وزیر علي محمود عباس سره په کتنه کښې د دواړو هیوادونو پیاوړي اړیکو ته په اشارې سره چې د ایران د اسلامي انقلاب له بریالیتوب راهسې پیل شوي دي د ترهګرو ډلو او د اسرائیلو د نسل وژونکي رژیم په وړاندې د مقاومت د چورلیز د غړي په توګه د سوریې د ملت او د حکومت د مقاومت قدرونه وکړه.

د سوریې دفاع وزیر علي محمود عباس هم په ټولو اړخونو کښې له ایران سره د سوریې د اړیکو په پراختیا باندې ټينګار او له داعش او نورو تکفیري ترهګرو ډلو سره د مبارزې په کلونو کښې له سوریې د ایران د ملت او د حکومت د ملاتړونو په قدرونې سره وویل د دمشق او د تهران اړیکې د ایران د اسلامي د انقلاب د بریالیتوب له لومړیو څخه پیل شوې او اوس هم دوام لري.

هغه د فلسطین د غزې تړانګې بدلونونو ته په اشارې سره وویل دغو بدلونونو ټولو خلکو ته د صهیونیسټ نسل وژونکي رژیم ماتي خوړل وروښودل.

 

ټیګونه