Mar 20, 2024 15:27 Asia/Kabul
  • د ملګروملتونو په بې وسلې کولو کمیشن باندې د ایران مشرۍ :-

د ایران اسلامي جمهوریت د بې وسلې کولو د کمیشن پړاویز مشر شو او په جینیوا کښې د ملګروملتونو په دفتر کښې د ایران دائمي استازي او سفیر «علي بحریني» د دغه کنونشن مشرۍ پرغاړه واخیستله.

علي بحریني د دغه کانفرنس په لومړۍ غونډه کښې د خپلې مشرۍ په وخت کښې د ایران پروګرامونه او پلانونه تشریح کړل او ټینګار یې وکړ د نورو سوله غواړو او د تاوتریخوالي او د جنګ د مخالفو هیوادونو په څنګ کښې به د ډلوژونکو وسلو په تیره بیا د اټومي وسلو د له مینځه وړلو له  لارې د نړیوال امنیت او د سولې پیاوړي کول تعقیب کړي.

دا په داسې حال کښې دي چې د سولې او د امنیت ځینې دښمانان او مغرضې ټولنې په بې وسلې کمیشن باندې د ایران د اسلامي جمهوریت په مشرۍ کولو اعتراض لري.

له دې کبله ایران ته د دغه کمیشن د مشرۍ ورسپارل د ایران د اسلامي جمهوریت په  امنیت محوره اود سوله غواړو سیاستونو باندې د نړیوالې ټولنې د اعتماد ښودنه کوي کوم چې د نړیوال امنیت او د سولې په چارو کښې نوی خوځښت رامینځته کولای شي.

د نړیوالو چارو کارپيژاند «علي خزايي» په دې هکله وايي د ایران اسلامي جمهوریت تل د نړۍ په سویه د امنیت او د سولې له ټینګولو او تثبیتولو سره په مرسته کښې مخکښ و او دی او دا خبره ټولو ته معلومه ده.

ایران هیڅکله په کوم هیواد تیری نه دی کړی بلکې په ایران تیری شوی.

له دې کبله نړیواله ټولنه هم د ایران په ثبات بخښونکي او امنیت محوره سیاستونو باندې اعتراف کوي او کامل اعتماد ورباندې لري او د ملګروملتونو د بې وسلې کولو په کمیشن باندې د ایران مشرۍ داسې مناسب فرصت دی چې ایران وکولای شي د  نړیوال امنیت او د سولې له تثبیت سره مرسته وکړي.

د بې وسلې کولو کمیشن چې په نولس سوه اته څلویښتم میلادي کال کښې جوړ شو د بې وسلې کولو په حوزه کښې یوازنی څواړخیزه نړیوال مرکچي ارګان دی چې په دې حوزه کښې د نړیوالو تړونونو د لاسلیک کولو او تدوینولو لپاره د خبرو اترو مسوولیت پرغاړه لري خو سره له دې د نړیوال ثبات او د سولې له دفاع د تش په نامه هیوادونو نفوذ سبب شوی دی چې د نړیوالې بې وسلې کیدا په ډګر کښې زیات تبعیضونه او توپیرونه ووینو.

له نړیوال امنیت سره د  مرستې ادعا کونکي هیوادونه په حقیقت کښې په اټومي ډګر کښې د وسله وال اپارټاییډ په رامینځته کولو سره د ډول ډول ډلوژونکو وسلو جوړول او ورته پراختیا ورکول د ځان لپاره خوندي ګڼي چې پکښې د امریکا له غږ ورهاخوا د توغندیو ازمویلو ته اشاره کولای شو  خو امریکا نور هیوادونه د ډلوژونکو وسلو په لرلو تورنوي.

که څه هم د بې وسلې کولو کمیشن د مایکروبي وسلو د بندیز د کنونشن  بي ډبلیو سي(bwc) په شمول د ډیرو بې  وسلې کولو د نړیوالو تړونونو او د اټومي ازموینو د جامع بندیز د تړون سي ټي بي ټي(ctbt)  د تدوینولو مسوولیت پرغاړه لري خو په عمل کښې ستر قدرتونه او د نفوذ خاوندان د خپلو ګټو په لړ کښې له دغو وسلو استفاده کوي او په اسانۍ سره د اړونده کنونشنونو خلاف ورزیانې کوي.

له دې کبله د ایران اسلامي جمهوریت به د بې وسلو په کمیشن باندې د خپلې مشرۍ په پړاو کښې د اټومي وسلو په بشپړه ډول د له مینځه وړلو او د اټومي وسلو د بیا نه جوړولو او د اټومي وسلو د حقیقت د معلوملو په هکله د اټومي وسلو د لرونکو  هیوادونو د ژمنو اجرا کول تعقیب کړي.

په عین حال کښې له ډلوژونکو وسلو د پاکې سیمې په توګه د لویدیځې اسیا سیمې رامینځته کول د بې وسلې کولو په کمیشن باندې په خپلې پړاویزې مشرۍ کښې د ایران بل هدف دی او که چیرې ایران د سترو قدرتونو او د نفود لرونکو هیوادونو په ملګرتیا سره وکولای شي دغه هدفونه او پروګرامونه تعقیب کړي نو دا به د نړیوال امنیت او د سولې له تثبیت سره ډیره ستره مرسته وي.

په همدې دلیل ګډوډۍ رامینځته کونکي هیوادونه او د نړیوالو کنونشونو خلاف ورزۍ کونکي ملکونه د بې وسلې کولو په کمیشن باندې د ایران په مشرۍ خپه دي.

 

 

 

ټیګونه