Mar 20, 2024 17:24 Asia/Kabul
  • ۱۴۰۳ هجري لمریز کال د ایران د خلکو په ګډون سره د تولید د زیاتیدا  کال:-

د ایران د اسلامي انقلاب ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علي خامنه اي د ۱۴۰۳ هجري لمریز کال د خلکو په ګډون سره د تولید د ودې کال ونوموه.

د نوي کال د شعار په هکله څو مهم ټکي شته.

لومړۍ دا چې له دیارلس سوه اته اتیایم هجري لمریز کال څخه تراوسه یوازی یوکال د اسلامي انقلاب د ستر لارښود لخوا اعلان شوی شعار اقتصادي نه و او پاتې پینځلس کلونه اقتصاد د کال د شعارونو اصلي چورلیز و.

دوهم ټکی دا چې حضرت ایت الله خامنه اي د ایران د روانو مسائیلو په هکله حقیقت بینانه درک لري او د هیواد تر ټولو مهم چیلنج اقتصادي مسائیل ګڼي.

په تیرو لسو کلونو کښې د ایران اقتصادي مشکلات زیات شوي دي.

د امریکا ظالمانه بایکاټونه د ایران د اقتصادي مشکلاتو د زیاتیدا اصلي عامل دي په تیره بیا دا چې له دوه زره اتلسم میلادي کال راهسې چې د امریکا پخوانی ولسمشر ډونالډ ټرامپ له اټومي تړون وواته او د ایران پرضد یې بایکاټونه ولګول بایکاټونه د ایران په خلکو باندې د اقتصادي دباو سبب شول.

دریم ټکی دا چې له دیارلس سوه اته نویم میلادي کال څخه تراوسه یعني شپږ کاله تولید د کال د شعار یوه اصلي اصطلاح وه.

د دغه اصطلاح کارول د دې ښودنه کوي چې د اسلامي انقلاب ستر لارښود د اقتصادي مشکلاتو اصلي جرړه د داخلي  تولید په محوري مسلې کښې ګڼي.

د ایران د اسلامي انقلاب ستر لارښود د ۱۴۰۳ هجري لمریز کال د وري د میاشتې په لومړۍ نیټه چې نن ده په دې هکله وویل زه د کارپيژاندو د نظرونو په مطالعې سره دغه نتیجې ته رسیږم چې د ایران د اقتصادي مشکلاتو د حل لپاره یوه اساسي کلید شته هغه د تولید مسله ده ، داخلي تولید ، ملي تولید د همدې لپاره دی چې په تیرو څو کلونو کښې مو په تولید تکیه کړي ده.

که چیرې د تولید وده او په ملي تولید کښې مخ په وړاندې حرکت په ښه ډول ترسره شي د انفلاسیون ، د کارونو د رامینځته کیدا د مسلې ، او د ملي پیسو د ارزښت د مسلې په شان ډیر مهم اقتصادي مسائیل او دغه راز د اقتصاد نور اساسي مسائیل به په ښه ډول د حل کیدا په لور لاړ شي.

څلورم ټکی دا چې د ایران د اسلامي انقلاب ستر لارښود د ۱۴۰۳ هجري لمریز کال په شعار کې د تولید د پیاوړي کولو لپاره د خلکو په رول باندې ټینګار وکړ.

د خلکو په رول باندې ټینګار په دې وجه دی چې هغه حضرت له یوې خوا باوري دی چې د ایران ټول مشکلات د خلکو په ګډون سره د حل کیدا وړ دي او له بلې خوا اقتصادي ولسي کیږي او تولید ته د خلکو د لاسونو په خلاصولو سره سبب ګرځي د تولید او د اقتصاد په ډګر کښې له ولسي ظرفیتونو څخه ډیره استفاده وشي.

 

پینځم ټکی دا چې د ایران د اسلامي انقلاب د ستر لارښود لخوا د کال اعلان شوی شعار په روان هجري لمریز کال کښې د هیواد او د حکومت د لارې د نقشې په توګه دی.

دغه شعار سمبولیک او د ښکلا اړخ نلري بلکې د حکومتونو د کار اساس جوړوي.

په تیر هجري لمریز کال کښې د ایران حکومت د انفلاسیون د کنټرولولو او د تولید د ودې لپاره زیات اقدامات ترسره کړل.

که څه هم د اسلامي انقلاب ستر لارښود د نوي کال په شعار کښې د انفلاسیون کنټرولول ذکر نکړ خو د تولید وده به په خپل ذات  کښې د انفلاسیون د  کمیدا سبب شي.

د تولید د زیاتیدا په چورلیزتوب سره په نوي کال کښې د حکومت اقتصادي پلانونه به له ولسي ظرفیتونو په استفادې سره وي.

د ایران د اسلامي انقلاب ستر لارښود حضرت ایت الله  العظمی سیدعلي خامنه هیله دا ده چې حکومت د کال د شعار په عملي کولو او دایران د اقتصادي مشکلاتو د ختمولو او د اقتصادي حالت د ښه کولو لپاره ګام پورته کړي.

 

ټیګونه