په تهران کې د قرانکریم د ۳۱م نړیوال نندارتون پرانیسته
د ایران د کلتور او اسلامی لارښود د وزیر په حضور کې په تهران کې د قرآن کریم د ۳۱م نړیوال نندارتون په رسمي ډول پرانیستل شو.
د صدا او سیما خبري اژانس د پنجشنبې ورځې د خبر له مخې؛ د ایران د اسلامي جمهوریت د کلتور او اسلامي لارښود وزیر محمد مهدی اسماعیلی د پنجشنبې په ورځ د امام خمینی (رح) د مصلای په تالار کې د قرآن کریم د ۳۱م نړیوال نندارتون د پرانستلو په مراسمو کې وویل: سږ کال په دغه نندارتون کې د ۲۵ هېوادونو استازو ګډون کړی دی چې په کې به د قرانکریم اړوند تولیدات او هنري اثار نندارې ته وړاندې شي.
د نوموړي په وینا د دغه نندارتون نړيواله برخه د ترکيې، الجزاير، سينيګال، روسيې، هند، فرانسې، جنوبي افريقا، چين، کاناډا په ګډون د ۲۵ هېوادونو د استازو په شتون سره اته ورځې دوام کوي.
هغه زیاته کړه، د ایران د اسلامي جمهوریت حکومت د قرآني تعلیماتو په پراختیا باندې ځان مکلف ګڼی، ځکه حکومت او ملت یې د قران کریم له غورځنګ څخه سرچینه اخلي.