په «ازادۍ» برج باندې د پاکستان او ایران بیرغ انځور شو
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د پاکستان د ملي ورځ په مناسبت چې نن ده او د ایران د اسلامي جمهوریت او د پاکستان د اړیکو د ټینګیدا د اوه اویایمې (۷۷)کلیزې په مناسبت د تهران په «ازادۍ» برج باندې د دواړو هیوادونو بیرغونه انځور شول.
په تهران کښې د پاکستان سفیر« محمد مدثر ټيپو» د پاکستان د ملي ورځې او دغه راز د نوروز اختر په مناسبت نن د تهران په ازادۍ برخ کښې د دواړو هیوادونو د ملي سندرو او د بیرغونو د انځورولو په مراسمو کښې ګډون وکړ.
په تهران کښې د پاکستان سفارت په یوې بیانیې کښې وویل چې د هیواد بیرغ د ایران د اسلامي جمهوریت له بیرغ سره یوځاې انځور شو چې د دوو ګاونډیو هیوادونو نږدې او ورورګلویزې اړیکې نندرې ته وړاندې کړي.
په دغو مراسمو کښې د ایران او د پاکستان ملي ترانې وغږول شوې او دا د پاکستان او د ایران د اړیکو په تاریخ کښې لومړی ځل دی چې دا ډول ښکلی پروګرام ترسره کیږي.
په مراسمو کښې د پاکستان سفیر محمد مدثر ټيپو وویل دا د دواړو هیوادونو په اړیکو کښې یوه تاریخي شیبه ده کوم چې ګډ کلتور، تاریخ او دودونه لري او دا ډول پیښې د کلتورونو او د خلکو ترمینځ د اړیکو له پیاوړي کولو سره مرسته کوي.
په تهران کښې دیره د پاکستان ګڼ شمیر وسیدونکو او د ایران ښاریزو هم په دغو مراسمو کښې ګډون وکړ.
ایران او پاکستان روان کال د خپلو ډيپلوماټیکو اړیکو د ټینګیدا اوه اویایمه کلیزه لمانځي.
په نولس سوه اوه څلویښتم میلادي کال کښې د پاکستان له خپلواکۍ ترلاسه کولو وروسته ایران لومړنی هیواد و چې پاکستان یې په رسمیت وپيژند او د ایران د پرتمینه اسلامي انقلاب له بریالیتوب وروسته پاکستان هم لومړی هیواد و چې د ایران اسلامي جمهوریت یې په رسمیت وپيژند.