Mar 23, 2024 15:14 Asia/Kabul
  • نړیواله ټولنه باید د روسیې د ترهګر برید پلانونکي سزا کړي

ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د اسلامي ایران ولسمشر سید ابراهیم رئیسي په یوه پیغام کښې د روسیې پلازمینې ماسکو ته نږدې د ترهګرې حملې په هکله د تسلیت په ویلو سره له نړیوالې ټولنې څخه د دغه پیښې د پلانونکو او د عاملانو د سزا کولو لپاره د جدي اقدام غوښتنه وکړه.

د ایران ولسمشر په یوه پیغام کښې ماسکو ته نږدې په «کروکوس» ښار کښې په ترهګرې حملې کښې د  ګڼ شمیر بې ګناه کسانو د وژل کیدا  په وجه د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین او د دغه هیواد خلکو او حکومت ته تسلیت ووایه.

هغه د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ، د دغه هیواد خلکو او حکومت  ته په یوه پیغام کښې د ماسکو په ټروریسټي پیښې کښې د  بې ګناه انسانانو د وژلې کیدا په هکله د تسلیت د ویلو په ترڅ کښې دغه حمله په کلکه وغندله او د هیواد د ملي امنیت د  ساتلو لپاره یې د روسیې د چارواکو د هڅو ملاتړ وکړ او دغه راز د دغه برید د پلانونکو او د عاملانو د سزا کولو لپاره یې د نړیوالې ټولنې د جدي اقدام غوښتنه وکړه.

 

ټیګونه