د امریکا له بندیزونو سره سره د ایران د تېلي اوګازي محصولاتود صادراتو ریکارډ مات شو
پارس ټو ډی راپور ورکړ الجزیرې خبري سایټ په یوه راپور کې لیکلي: ایران د تیلو او ګازو د تولید او صادراتو په برخه کې د ریکارډ په ماتولو سره د امریکا بندیزونه له چیلنج سره مخامخ کړي دي .
د الجزیرې خبري سایټ په یوه مقاله کې چې «آیا امریکا د ایران د تیلو په پلورلو په اغیز شیندلو کې ناکامه شوې ده» تر سرلیک لاندې لیکلي دي چې د امریکا د بندیزونو په سیوري کې د ایران د انرژۍ د وړونکو بیړیو د خرڅلاو د امکان په سر د پراخو جنجالونو په ترڅ کې د ایران حکومت په دې بندیزونو په غلبه کولو کې په خپل بریالیتوب ټینګار ګړی دی .
الجزیرې د بلومبرګ له قوله لیکلي: د فکټس ګلوبل انرژی مشورتي شرکت لخوا چمتو شوي د کښتۍ تعقیب معلوماتو او بازار معلوماتو تحلیل سره سم د ایران د LPG تیلو صادرات 28٪ ډیر شوي او 11 ملیون ټنو ته رسیدلي.
دغه شرکت وړاندوینه کړې چې سږ کال به د ایران د LPG د تیلو صادرات تر ۱۲ میلیون ټنو زیات شي.