Mar 27, 2024 12:11 Asia/Kabul
  • ایران له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې له خپلواکو هېوادونو سره همکارۍ ته چمتو دی

په روسیه کې د ایران سفیر له ترهګرۍ سره په مبارزې کې، له خپلواکو هېوادونو سره د ملګرتیا لپاره د ایران د اسلامي جمهوریت له چمتووالي خبر ورکړ.

د ایسنا خبري اژانس د خبر له مخې، په روسیه کې د ایران سفیر کاظم جلالي د دې هېواد بهرنیو چارو وزارت ته په تلو سره، په مسکو کې د کروکس سیټي د تالار ترهګره پیښه په کلکه وغندله او د روسیې له حکومت او خلکو سره یې د ایران د ملت او حکومت د ژورې خواخوږۍ مراتب څرګند کړل.

په مسکو کې د کروکس په تالار کې د ترهګریز برید له امله، لږ تر لږه ۱۳۹ کسان مړه او لسګونه نور ټپیان شول.

داعش ترهګرې ډلې د دغه برید پړه پر غاړه اخیستې ده، خو روسي چارواکي وايي چې په دې برید کې اوکراین لاس لري.

په روسیه کې د ایران سفیر څرګنده کړه چې د ایران اسلامي جمهوریت په دې باور دی، چې د ترهګرۍ له ټولو ډولونو سره ګډه او موثره مبارزه، د نړیوالې ټولنې جدي او بې توپیره اقدام ته اړتیا لري.

دایران داسلامي جمهوریت سفیر ټینګار وکړ چې د ایران اسلامي جمهوریت له دغه ناوړه پدیدې سره د مبارزې په موخه، هراړخیز حل ته د رسېدو لپاره، له ټولو خپلواکو هیوادونو سره د ملګرتیا لپاره خپل بشپړ چمتووالی اعلانوي.

ټیګونه