Apr 01, 2024 06:01 Asia/Kabul
  • درست ایران د مولای متقیان حضرت امام علی ع د شهادت په مناسبت په ویر او ماتم کی ډوب دی

شب قدر هغه شپه ده چې په ټول کال کې بله شپه دومره فضیلت او په دې کې عمل د زرو میاشتو له عمل غوره دی او په دې کې د کال تقدیر ټاکل کیږي

 

د ایران مسلمان ولس  په ټول هیوادکښې په جوماتونو او نورو مذهبي ځایونو کښې په ګډون سره د قدرشپه  او د مولای متقیان حضرت امام علی ع د شهادت شپه په پرتمین ډول ولمانځله .

نن (دوشنبه) د ۱۴۴۵ هجري قمري کال د روژې د مبارکې میاشتې ۲۱

د ۱۴۰۳ لمریز کال د وری  دیارلسمه  چې د ۲۰۲۴ میلادي کال د اپریل له لومړۍ نیټې سره برابره ده چې د نړۍ د شیعیانو د لومړي امام حضرت علي (ع) د شهادت له کلیزې سره برابره ده.

د روژې د مبارکې میاشتې په نولسمه نیټه د خوارج له ډلې ابن ملجم مرادی په داسې حال کښې چې مولای عرشیان و فرشیان  امام حضرت علی (ع) د سهار د لمانځه د ادا کولو په حال کښې وو، په  خپلی  زهرجنه توری سره د هغه حضرت په مبارک سر ګوزار وکړ .

د شیعیانو لومړی امام له ضربت خوړولو دوه ورځې وروسته د روژې د مبارکې میاشتې په ۲۱ نیټه په شهادت ورسید.

د روژې د مبارکې میاشتې 19مه، 21مه او 23مه شپه د قدر شپې دي، چې مسلمانان په بیدار پاتې کیدو، د قرآن کریم په تلاوت، دعاګانو سره له خپل خدای سره راز و نیاز کوي.

شب قدر هغه شپه ده چې په ټول کال کې بله شپه  دومره فضیلت او په دې کې عمل د زرو میاشتو له عمل غوره دی او په دې کې د کال تقدیر ټاکل کیږي

د اسلامي ایران مومن خلک په درست هیواد په تېره بیا د ایران په  مشهد ښار کښې د حضرت امام رضا علیه السلام او په قم کښې د حضرت معصومه سلام الله علیها په حرمونوکښې د شب قدر مراسم ترسره کړل  

د ایران د اسلامی جمهوریت راډیو او ټلویزیون د مولای متقیان جضرت امام  علی د شهادت د کلیزې د رارسیدو په مناسبت د نړۍ ټولو مسلمانانو او د ازادۍ غوښتونکو ته تسلیت وړاندې کوی.

 

ټیګونه