د ايران پر کونسلګرۍ د بريد د پايلو مسوول اسرائيلي رژيم دی
نتانیاهو په غزه کښې د اسرائیلو د رژیم د پرله پسې ناکامیو او د صیهونیستانو د هدفونو په ترلاسه کولو کې د ناکامۍ له امله خپل روانی توازن په بشپړه توګه له لاسه ورکړی دی.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر په دمشق کښې د ایران د کونسلګرۍ په ودانۍ حمله د ټولو نړیوالو ژمنو او کنوانسیونونو خلاف ورزۍ وبلله او د دغه اقدام د پایلو مسئولیت یی د صهیونیسټ رژیم په غاړه وباله.
د «العالم» چینل د راپور له مخې، د دوشنبې په ماښام په دمشق کې د ایران پر کونسلګرۍ د صهیونیسټ رژیم له وحشیانه برید وروسته، د سوریې د بهرنیو چارو وزیر فیصل المقداد د ایران د بهرنیو چارو له وزیر حسین امیرعبداللهیان سره اړیکه ونیوله.
په دغه ټیلیفوني خبرو کښې د ایران او سوریې د بهرنیو چارو وزیرانو د دغه جنایت په مختلفو اړخونو خبرې وکړې.
المقداد دصهیونیسټ رژیم جنایتکارانه حمله په کلکو ټکو وغندله او هغه یې د نړیوالو قوانینو په تیره بیا د دیپلوماتیکو اړیکو د ۱۹۶۱ کال د ویانا له کنوانسیون سخته سرغړونه وبلله .
امیر عبداللهیان په دمشق کښې د ایران د اسلامی جمهوریت په سفارت کښې د سوریې د بهرنیو چارو د وزیر له شتون د مننې په ترڅ کښې وویل: نتانیاهو په غزه کښې د اسرائیلو د رژیم د پرله پسې ناکامیو او د صیهونیستانو د هدفونو په ترلاسه کولو کې د ناکامۍ له امله خپل روانی توازن په بشپړه توګه له لاسه ورکړی دی.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر په دمشق کښې د ایران د قونسلګرۍ په ودانۍ حمله د ټولو نړیوالو ژمنواو کنوانسیونونو خلاف ورزۍ وبلله او د دغه اقدام د پایلو مسئولیت یې د صهیونیسټ رژیم په غاړه وباله او د دې ډول جنایتکارانه کړنو په وړاندې یی د نړیوالې ټولنې د جدي غبرګون په ضرورت ټینګار وکړ .
دصهیونیسټ رژیم پوځیانو په دمشق کښې د ایران داسلامی جمهوریت سفارت ته څیرمه د ایران په کونسلګرۍ حمله وکړه .
دغه برید په دمشق کې د ایران د کونسلګرۍ د ودانۍ د بشپړ ویجاړولو او د دغې قونسلګرۍ د یو شمېر کارکوونکو د شهادت او ټپي کېدو لامل شوی دی.