Apr 03, 2024 14:42 Asia/Kabul
  • د اسرائيلو د لیونډوله حملې په هکله د ایکس شبکې د کاروونکو ۱۰ غوره پوسټونه

د اسرائيلو د لیونډوله حملې په هکله د ایکس شبکې د کاروونکو ۱۰ غوره پوسټونه

د اسرائيلو د لیونډوله حملې په هکله د ایکس شبکې د کاروونکو ۱۰ غوره پوسټونه

پارس ټوډی- د ایکس ټولنیزې شبکې (پخواني ټویټر) فعالانو په سوریه کښې د ایران د سفارت په کنسولي برخې باندې په حمله کښې د اسرائیلو لونتوب ته غبرګون ښودلی دی. په دې مطلب کښې به لس غوره شوي ټ،یټونه ووینئ:

 

  1. امریکا د اسرائیلو تامینونکې

امریکايي جرنلسټ او د ایکس ټولنیزې شبکې فعال «آندره دامون» Andre Damon په یو ټویټ کښې امریکا د اسرائیلو همیشنۍ ملاتړې وبلله.

هغه ولیکل:

«نن د امریکې د خارجه وزارت له ویاندوي متیو میلر پوښتنه وشوه چې ولې امریکا اسرائيلو ته ۲۰۰ پونډي بمونه ورکوي حال دا چې غزه په نابودیدو ده.

میلر ځواب ورکړ چې اسرائیل له ایران سره د مبارزې لپاره بمونو ته اړتیا لري.

دا د هغې ورځې خبره ده چې اسرائيلو د ایران په سفارت بمباري وکړه. »

  1. د ایران د پریکنده ځواب ضرورت

ایراني-لبناني لیکوالې قانا په ایکس ټولنیزه شبکه کښې په یو ټویټ کښې، د صهیونیسټي رژيم د جنایتونو په وړاندې د ایران د پریکنده ځواب د ضرورت غوښتنه وکړه.

قانا ولیکل:

«په یو څرګند امنیتي جنګ کښې باید د هر څه تمه ولرو خو کله کله باید باید دښمن ته یو هلاکونکی ګوزار ورکړی شي، کوم کار چې اسرائیلو په دمشق کښې د ایران د په کنسولګرۍ باندې په حملې سره وکړه یوازې یوه حمله نه ده بلکې یو اسرائیلي جسارت دی. ایران باید یو جرأت مند او څرګند ځواب ورکړي.

  1. له قانونه تیښته؛ د امریکې د روزلو څرګنده ځانګړنه

امریکايي جرنلسټ او لیکوال «بن اهرنریچ» Ben Ehrenreich له قانونه تیښته د صهیونیسټي رژيم په شمول د امریکې له خوا د ټولو روزل شویو څرګنده ځانګړنه ده.

بن اهرنریچ ولیکل:

«دمګړۍ په یو حقیقي سفارت بمباري.

هیڅ هغه هیواد چې امریکې ورباندې په غیرقانوني توګه د سرزورو حکومتونو سټیکر لګولی دی، هیڅکله تر دې اندازې بې تفاوته، بې پروا او د قانون سپکونکی نه دی.

4.د حکومتي ترهګرۍ د ښکارندې پراختیا

ایراني محققې «عفیفه عابدي» هم په یو ټویټ کښې د ۲۰۲۴ کال د اپریل د اولې نیټې لونتوب د حکومتي ترهګرۍ د ښکارندې د پراختیا په معنا وباله.

عفیفه عادي په ایکس ټولنیزه شبکه کښې ولیکل:

د نورو هیوادونو په ډیپلماټیکو ګټو باندې د حملې لپاره له اسرائیلو سره اطلاعاتي او حتی احتمالاً پوځي غږملتیاوې، په «حکومتي ترهګرۍ» کښې له سټراټیجک ګډون پرته بل څه نه دي او امریکا په نړۍ کښې د دغې ښکارندې په مشرې باندې په بدلیدو هم ده».

 

5.صهیونیسټي رژيم، د غزې په جبه کښې نښتی دی

ایراني پروډیوسر «حسنین حداد» په یو ټویټ کښې په سوریې کښې د ایران د سفارت په کنسولي برخې باندې حمله کښې د اسرائیلو جنایت، د غزې په جبه کښې د تل ابیب د ګیریدو په وجه وباله.

حسنین حداد په خپلې ایکس پاڼې ولیکل:

«کله چې صهیونیسټي رژیم د غزې په جبه کښې تر ستوني پورې نښتی دی نو په دا شان بریدونو سره غواړي ځان کامیاب وښايي، صهیونیسټانو ستره تیروتنه کړې ده او خامخا به سزا ورکړی شي».

 

6. د اسرائيلو راډیکل والی

ایراني خبریال «حسین صارمي» هم له دغه جنایت نه پس د ایران او صهیونیسټي رژیم شرایط پرتله کړي دي.

صارمي ولیکل:

« د ایران حالات د ریښتیني غر په څیر دي او صهیونیسټ رژیم د یخو د غر په څیر دي. دغه د واورې او یخو غر پوهیږي چې هم دا لږه تاودوخه یا ستومانه کونکې ناامني به د دغه د نابودۍ سبب شي. ځکه دغې ځانمرګي ته مخه کوي. د لنډمهاله رژيم انتحار د قدرت له امله نه دی بلکې د ناچارۍ له امله دی. هر څومره چې اسرائیل نابودۍ ته نزدې کیږي، لا به راډیکال شي...»

 

7. په یوه ورځ کښې د اسرائیلو جنایتونه

په امریکا کښې د ټولنیزو شبکو فعال «جکسون هینکل» jackson hinklle هم د اسرائیلو دغه جنایت ته اشاره وکړه.

جکسون هینکل نوشت:

«نن سبا اسرائیل دا لاندې کارونه وکړل:

د ملګرو ملتو هغه ۵ کارګران یې بمباري کړل چې خوراکي مرستې یې وړلې.

د صهیونیسټانو د جنایتونو د رپورټنګ په وجه یې د الجزیرې فعالیت ممنوع کړ.

الشفا روغتون یې وران کړ او هلته یې ډیر خلک قتلِ عام کړل.

په سوریې کښې یې د ایران سفارت بمباري کړ او جګ پوړي پوځي مشران یې ووژل».

 

8. اسرائيلو ته د لویدیځو هیوادونو شین څراغ

ایراني ختیځ پیژاندی او د انګریزۍ ادب استاد سید محمد مرندي په یو ټویټ کښې د خپلو جنایتونو ترسره کولو لپاره اسرائیلو ته د لویدیځو هیوادونو په شنې اشارې سخته نیوکه وکړه.

سیدمحمد مرندي په ایکس ټولنیزه شبکه کښې ولیکل:

«په دمشق کښې د ایران په سفارت باندې د اسرائیلو حمله په دې وجه وشوه چې لویدیځ توکمپال رژیم ته د هر جنایت او سخت زړه توب اجازه ورکوي. دنیا بدلون کړی دی. لویدیځه استثناپالنه او قومي برتري پالنه په لویدیځې آسیا کښې هیڅ ځاې نه لري».

 

9.د صهیونیسټي رژیم له جنایتونو د بي، بي، سي ملاتړ

برطانوي جرنلسټ «ریچارډ مډهست» Richard Medhurst د صهیونیسټي رژیم له جنایتونو د بي بي سي د رسندوي ملاتړ غندنه کړې ده.

ریچارډ مډهست ولیکل: وګورئ چې بي بي سي څرنګه د «اسرائيلو حمله» د دغو صهیونیسټي ترهګرو د ساتنې لپاره په کامه کښې راوستې ده. ګوندې د دغو بمباریو او بریدونود مسئول بې نقابه کول چې په دې کلونو کښې د سوریې خلاف تقریباً هره اونۍ ترسره شوې دي، ډیر ګران دي.

شاید دا د تنزانیا یا چیلي هیواد کار و! څوک خبر دي؟»

 

10. د سردار زاهدي لاره دوام لري.

د ایکس ټولنیزې شبکې یو بل فعال د دغو بمباریو د شهیدنو په درنښت سره، د هغوي لاره یې د لویدیځې آسیا د امنیت د ټینګښت او د داعش له ملاتړو سره د مبارزې لاره، له لارویانو ډکه وبلله.

هغه ولیکل:

زمونږ یو سردار د صهیونیسټانو په وړاندې یو لښکر ګڼل کیږي...

زمونږ د سردارانو له قدرت او تفکره دومره ویریږي چې یوازې زمونږ سرداران په نښه کوي....

خو نه پوهیږي چې هر سردار چې شهیدوي، په دې هیواد کښې څو نور سرداران وده کوي او د سردار زاهدي په شان کسانو لارې ته دوام ورکوي...»

شهید سردار زاهدی

 

ټیګونه