Apr 16, 2024 11:47 Asia/Kabul
  • له مړینې وروسته د ژوند بشپړتیا/ د آیت الله خامنه اي دوه ویناوې

پارس توډی- زمونږ د ژوند راتلونکی پړاؤ، د ژوند له اوسني پړاوه ډیر بشپړ دی. نن مونږ اسیران او د بدون په دیوالونو کښې ګیر یوو.

پارس توډی- زمونږ د ژوند راتلونکی پړاؤ، د ژوند له اوسني پړاوه ډیر بشپړ دی. نن مونږ اسیران او د بدون په دیوالونو کښې ګیر یوو.

په اسلامي نړۍ لید کښې یو اصلي او بنیادي ټکی، له مړینې وروسته د ژوند د دوام مسئله ده؛ یعنې ژوند په مرګ سره نه ختمیږي. په اسلام کښې او البته په ټولو الهي دینونو کښې دا معنا هم د نړۍ لید د اصولو برخه ده او اغیزه لري. باید پوه شو چې نړۍ ته د کتنې دا ټول اصول، د ژوند د اړیکو په برابرولو او د اسلامي حکومتد ستنو په منظمولو او د ټولنې او د نړۍ په اداره کولو کښې اغیزناک دي. له مړینې وروسته مونږ یوې نوې مرحلې ته داخلیږو. داسې نه ده چې انسان له مینځه لاړ شي؛ دا له یوې مرحلې نه بلې مرحلې ته تګ دی او بیا په هغه پړاؤ کښې، د حساب کتاب او قیامت وغیره مسئله ده.[۱]

زمونږ د ژوند راتلونکې مرحله، د ژوند له اوسني پړاو نه ډیره کامله او بشپړه ده. نن مونږ د بدن په چاردیوارۍ کښې محدود او بندیوان یو. که څه هم عقل مو الوت کوي او نظر مو هر چرته ګرځي او اراده مو په ډیرو شیانو برلاسې کیږي خو بیاهم زمونږ لپاره ځیني بدني محدودیتونه شته دي، البته په راتلونکې دنیا کښې په هغه بل شان وجود کښې دا بدني محدودیتونه نشته او انسان په ډیرې پراخې معنا، لامحدوده کیږي، یعنې انسان له مړینې وروسته او په قیامت او همداشان په جنت او دوزخ کښې یوه وجودي پراختیا مومي. دا هغه څه دي چې په هکله یې ټول دینونه یوه خوله دي او په هغه جهان کښې دوه ډوله ژوند دی: یو ډیر خوشاله او سوکاله او له هر اړخه بشپړ او بل، یو تریخ او سخت او ډیر له شکنجې ډک دی. د هغه اول نوم بهشت او جنت دی او د د دویم نوم جهنم او دوزخ دی.[۲]

  • ۱] بیانات امام خامنه‌ای ۱۳۷۹.۰۹.۱۲
  • ۲] بیانات امام خامنه‌ای ۱۳۷۱.۰۲.۲۳

 

ټیګونه