May 26, 2024 14:09 Asia/Kabul
  • د ګل او د ګلاب هیواد/ په ایران کښې له ګلابو د عرق ایستل

پارس ټوډې –له ګلابو د عرق د ایستلو مراسم د ایران په کلتور او رسمونو کښې جرړه لري او هر کال له مخکې څخه په لا پرتمینه ډول د ایران په څوارلسو ولایتونو کښې چې د ګل محمدي د ګلانو د پرورش مرکزونه ګڼل کیږي ترسره کیږي.

په دې ډول چې د ایران د فارس ولایت د میمند او د کاشان سیمو د ګلونو د راټولو او له ګلانو د عرق ایستلو دستورې د سپرلي په موسم کښې د ایران د ټوریزم او د سیل په یوې تر ټولو مهمې جاذبې بدلې شوي دي.

دغه مراسم په خورا توګه د اب وهوا او د اقلیمي شرایطو پراساس د غواي د میاشتې له لومړیوڅخه د غبرګولي د میاشتې تر اخر پورې ترسره کیږي او د ایران او د بهرنیو هیوادونو په زرګونو سیلانیان په دغو دستورو کښې ګډون کوي.

د ایران د یوې میرمنې لخوا د ګلانو د شوکولو د دستورو انځور

 

ګل محمدي (persian rose) په هغو ګلانو کښې شامل دي چې نوم یې له ایران سره غوټه خوړلي ده.

پیړۍ پیړۍ کیږي چې په ایران کښې د ګل محمدي ګلان کرل کیږي او د هغوې رنګونه په تیره بیا په غواي میاشت کښې دښتې او د ګلونو مرکزونه رنګین کوي.

ګل محمدي

 

نن سبا د ایران کاشان شهر د نړۍ له ګلابو د عرق د ایستلو قطب دی او په کاشان کښې دوې سیمې قمصر او نیاسر له ګلابو د عرق د ایستلو تر ټولو ستر مرکزونه لري.

یوازې د ایران په کاشان ولسوالۍ کښې په قمصر، نیاسر ، جوشقان ، او برزک سیمو کښې په ټول کښې څه د پاسه پینځلس زره ټنه درنده ګلان تولیدیږي او په دوې کښې زیاته اندازه تولیدات خارجي هیوادونو ته صادریږي.

 

له ګلابو د عرق د ایستلو لپاره د ګل محمدي ګلانو راغونډول 

 

د  ګل محمدي د ګلانو په راټوکیدا سره د فارس ولایت د میمند او د کاشان ولسوالۍ د کلیو ښځې او سړي باغونو او کروندو ته ورځي او هلته ګلان راشوکوي.

د ګلانو اکثره شوکول سهار او د هوا له تودیدا مخکې ترسره کیږي.

په ایران کښې د ګلانو د شوکولو انځور

 

د ګلانو د راشوکولو په وخت په سلګونو د ګلانو تاجونه جوړول کیږي او ماشومان چې خاندي هغه په سرونو ایږدي.

د ګل محمدي په تاج سره یوه ماشومه چې خاندي

 

د ایران په ځینو کلیو کښې د ګلانو د شوکولو  په موسم کښې ګل محمدي ګلونه په نوي واده شوي ناوي شیندل کیږي.

په ګلانو کښې ارغړول نور مراسم دي چې د ګلونو د شوکولو په وخت ترسره کیږي.

په ناوي باندې د ګل محمدي د شیندلو انځور

 

په ګلانو کښې د اړغړولو په دستورو کښې معمولا له یوه کال څخه د کم عمر ماشوم په ګلانو کښې څمول کیږي او د هغه لپاره د ښه او د ارامه ژوند ارزو کیږي.

د  ګلانو له شوکولو ښځې ،سړي ، بوډاګان او ځوانان ټول خوند اخلي.

په ګل محمدي ګلانو کښې د ماشوم ارغړول

 

د ګلانو له راشوکولو وروسته ګلونه په ټوکریو یا بوریو کښې راغونډول کیږي.

په ګل محمدي ګلانو کښې د ماشوم ارغړول
د ګل محمدي د ګلانو تاج 
د مینې د څرګندولو لپاره ګل تر ټولو ښه ډالۍ
په ټوکریو کښې  د ګل محمدي د راټولو لو انځور
د عرق د ایستلو لباره د  مسو دیګونو ته د ګل محمدي ګلانو اچول
د عرق د ایستلو د بهیر انځور

 

راشوکول شوي ګلان پاکول کیږي چې ښه ګلاب یعني د ګلابو عرق لاس ته راشي.

ګل محمدي ګلان د مسو په سترو دیګونو کښې اچول کیږي چې د تقطیر په پروسې سره د ایران په سوچه ګلابو بدل شي.

په سنتي یعني دودیزه روده له ګلابو د عرق د ایستلو لپاره لومړۍ د مسو دیګ په اور باندې کیښودل کیږي او کابو دیرش کلوګرامه  شوکول شوي ګل محمدي ګلان په هر دیګ کښې اچول کیږي او اتیا لیټره اوبه هم دیګ ته اچول کیږي.

د مسو جوړ په دغه دیګ باندې سرپوښ کیښودل کیږي او په دیګ  باندې له بخار یعني بړاس څخه د رامینځته شوي دباو د کنټرولولو په هدف سره هم دروند شی کیښودل کیږي او په نهایت کښې له مخصوصو شیانو په استفادې سره چې له خټو او له لمدو اوړو څخه جوړ وي د دیګ او د سرپوښ ترمینځ ځاې ډکوي.

 

 

ټیګونه