Jun 11, 2024 15:51 Asia/Kabul
  • د ایران او عربستان خارجه وزیرانو پر سیمه ایزو او دوو اړخیزو اړیکومهمې خبرې کړي

د ایران او عربستان اړیکې ددواړو لورو ترمینځ د مینځګړیتوب لپاره له بیجینګ څخه د ریاض په غوښتننې سره احیاء شوي دي.

ایرنا خبری آژانس راپور ورکړ،د ایران د اسلامی جمهوریت د خارجه وزارت سرپرست علی باقري کني نن د روسیې په نیزني نووګورود  کې بریکس ډلې د خارجه وزیرانو د دوهمې غونډې په څنډې کې  د عربستان له خارجه وزیر فیصل بن فرحان  سره  کتنه او خبرې اترې وکړې. 

عربستان یو هغه هیواد دی چې بریکس ورته د رسمي غړیتوب لپاره  بلنه ورکړې ده.

د ایران او عربستان اړیکې ددواړو لورو ترمینځ د مینځګړیتوب لپاره له بیجینګ څخه د ریاض په غوښتننې سره احیاء شوي دي.

د ایران د خارجه وزارت سرپرست علی باقري کني  د بریکس ډلې د غړو هیوادونو د خارجه وزیرانو په غونډې کې د ګډون لپاره  د روسیې نیژني نوو ګورود ته سفر کړی دی.

بریکس ډله د هغو نوو پنځیدلو اقتصادي قدرتونو په رهبرۍ  یوه ډله ده چې د انګریزي ټکو له  ترتیب سره  د ۱۹۹۰ لسیزې په مینځیو کې د امریکا د یواړخیز پالنې په هماغه اوج کې له برازیل ، روسیې،هند،چین  او جنوبی افریقا جوړه شوې  ده .

د ایران د خارجه وزارت سرپرست  د چین ، روسیې ، سپینې روسیې ، سریلانکا، قزاقستان، برازیل  او د روسیې د ولسمشر له ځانګړي  سلاکار سره هم لیده کاته وکړل.

 د ایران او عربستان د خارجه وزیرانو ترمینځ د دوواړخیزو او وروستیو سیمه ایزو او نړیوالو بدلونونو په باب ځيني مهمې خبرې اترې هم شوي دي. 

 

ټیګونه