ایران په تېره اونۍ کې
د تهران د پښتو خپرونې درنو او قدرمنو مینوالو په دې شېبو کې د ایران په تېره اونۍ کې له اونیز پروګرام سره ستاسو په خدمت کې یو، هیله ده چې د استفادې وړ مو وګرځي.
د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر په استانبول کې د ډي ۸ ډلې په فوق العاده غونډه کې؛ د قدس له نیواکګر رژیم سره د هرډول ارتباط پر بندولو او د اسلامي هېوادونو د ټول توان په کارولو سره، په غزې تړانګې کې د صهیونیسټي رژیم د جنایتونو پر بندولو ټینګار وکړ .
"علي باقري کني" د شنبې په ورځ له پرمختګ سره د مخو آتو هېوادونو د اقتصادي همکاریو د سازمان د بهرنیو چارو د وزیرانو شورا په فوق العاده غونډه کې، د غزې د مظلومو خلکو پر وړاندې د صهیونیسټي رژیم د روانو حالاتو او جنایتونو په اړه په بیان سره وویل: نیواکګر رژیم یوازې هغه وخت حقیقت مني چې د هغه پر وړاندې د قدرت له اوزارو څخه کار واخلو. د دغه نیواکګر رژیم په سزا کولو کې، د ایران د اسلامي جمهوریت د وعده صادق عملیات او ځواکمن اقدام، د دغه ادعا ښکاره ثبوت دی.
هغه زیاته کړې، د ایران اسلامي جمهوریت په دې باور دی چې د اسلامي هېوادونو او د D-8 سازمان د غړو هېوادونو ټول تمرکز او توان باید، د صهیونیسټي رژیم پر وړاندې هدایت شي او د فلسطین د ملت د پېژندل شوي حق په رسمیت پېژندلو او د نړیوال قوانیونو د اصولو پراساس د تیري او نیواک پر وړاندې د دې ملت مشروع مقاومت، د یوه ترهګر رژیم په توګه د صهیونیسټي رژیم پېژندل او په نړیوالو محکمو کې د دې رژیم د جنایتونو د مخنیوي لپاره د ځانګړي نړیوال ماموریت رامنځته کول، په دې حساس پړاو کې د غړو هېوادونو له نورو اغېزمنو اقداماتو څخه دي.
د ایران د بهرنیو چارو سرپرست وزیر وویل: د ایران اسلامي جمهوریت پر دې باور دی، ترڅو چې دوه مهم مسایل: د نیواکګرۍ بشپړ ختمول او د صهیونیسټي رژیم بې وسلې کول، عملي نه شي، په لوېدیځه آسیا (منځنۍ ختیځ) کې به بشپړه او رښتینې سوله، ثبات او امنیت رامنځته نه شي.
د ایران د اسلامي جمهوریت د څوارلسمې دورې ټاکنو لپاره د وړو کاندیدانو د نومونو په اعلانولو سره، د کاندیدانو د کمپاین بهیر د یکشنبې په ورځ پیل شو.
د نوماندانو کمپاین به تر ټاکنو ۲۴ ساعته مخکې (پنجشنبه سهار د چنګاښ تر ۷مې) دوام وکړي.
مصطفی پور محمدي، سعید جلیلي، محمد باقر قالیباف، علیرضا زاکاني، امیرحسین قاضي زاده هاشمي او مسعود پزشکیان هغه شپږ کاندیدان دي، چې د نګهبان شورا له خوا د ایران د اسلامي جمهوریت له مودې وړاندې د ولسمشرۍ ټاکنو لپاره تایید شوي دي.
د ایران د ولسمشرۍ په ټاکنو کې د ګډون لپاره د وړو کاندیدانو مخینه ښیې، چې دغه کسان له مختلفو سیاسي بهیرونو او ډلو څخه دي او هر یو یې د ایران په مهمو اجرایوي څانګو کې د کلونو تجربه لري.
د روسیې د لومړي وزیر مرستیال اعلان وکړ: د دغه هېواد او د ایران د اسلامي جمهوریت ترمنځ د سوداګریزو راکړو ورکړو اندازه، د ۲۰۲۴ کال په لومړیو درېیو میاشتو کې د تېر کال د همدې مودې په پرتله، ۴۸ سلنه زیاته شوې ده.
الکساندر نوواک چې له تېرو درېیو کلونو راهیسې، له ایران سره د ګډې اقتصادي همکارۍ د کمېسیون د روسیې څانګې مشر دی، په مسکو کې د ایران د تېلو له وزیر او د دغه کمیسیون له مشر جواد اوجي سره په کتنه کې وویل: د ۲۰۲۴ کال د لومړۍ ربعې د پایلو له مخې، ایران ته د روسیې صادرات ۷۷ سلنه او له ایران څخه د دغه هېواد واردات ۱۳ سلنه زیات شوي دي.
د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر علي باقري کني د پنجشنبې په ورځ په بغداد کې د عراق د بهرنیو چارو له وزیر سره په ګډ خبري کنفرانس کې، په غزه کې د نسل وژنې پر سمدستي بندولو په ټینګار سره وویل: د سیمې د هېوادونو په مرسته کولای شو په غزه کې د صهیونیسټي رژیم د جنایتونو مخه ونیسو.
هغه همدارنګه، ایران او عراق په سیمه کې دوه ضروري ستنې وبللې او د دوه اړخیزو اړیکو پر پیاوړتیا یې ټینګار وکړ .
د ایران د بهرنیو چارو وزارت سرپرست وویل: له عراقي چارواکو سره په سلامشورو کې، د دوه اړخیزو اړیکو سربېره، د سیمې د بدلونونو په اړه مو هم خبرې وکړې.
په دغه خبري کنفرانس کې د عراق د بهرنیو چارو وزیر فواد حسین هم په عراق کې د ایران د بهرنیو چارو وزارت د سرپرست شتون، د دواړو هېوادونو د اړیکو د دوام نښه وبلله او د لبنان او صهیونیسټي رژیم ترمنځ د جنګ احتمال ته یې په اشارې سره وویل، چې د جګړه د لمنې پراخېدل نه یوازې د لبنان، بلکې د ټولې سیمې لپاره خطرناکه ده.
د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر په بغداد کې د خپلو سلامشورو په دوام کې، همدارنګه د عراق له ولسمشر عبدالفتاح رشید سره هم وکتل او بیا د عراق کردستان ته لاړ.
باقري د جمعې په ورځ د عراق د کردستان سیمې له لومړي وزیر مسرور بارزاني سره په یوه ګډ خبري کنفرانس کې د شویو مشورو په اړه وویل: موږ او په عراق او په اقلیم کې زموږ ملګري ټینګار کوو چې د سیمې ثبات او امنیت په دوه اړخیزو او څو اړخیزو همکاریو پورې اړه لري او د اقتصادي همکاریو په برخه کې راتلونکی افق روښانه وینو او د اقتصادي همکاریو پراختیا په سیمه کې د ثبات لپاره یوه اړتیا ګڼو.
د ایران د پوځ د ځمکني عملیاتو مرستیال د پنجشنبې په ورځ، د ایران د اسلامي جمهوریت او د آذربایجان جمهوریت د ترهګرۍ پر ضد له مانور او تمرین څخه خبر ورکړ.
د ایران د پوځ د ځمکنیو عملیاتو مرستیال امیر جنرال کریم چشک د دواړو هېوادونو د ایران د اسلامي جمهوریت او آذربایجان جمهوریت د ولسمشرانو ترمنځ موافقې ته په اشارې سره وویل: د ایران د اسلامي جمهوریت او آذربایجان جمهوریت د دواړو هېوادونو د موافقې په اساس، د خاصو ځواکونو د کنډک په سطحه تمرینات، له ترهګرۍ سره د مقابلې او د ارس بند د باثباته امنیت د تامین په خاطر، چې د ترهګرو ډلو له خوا ګواښل کېږي، د ایران په لوېدیځ آذربایجان ولایت کې د یوې ورځې لپاره عملي شول.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویندوی وویل: د غزې د خلکو په خلاف د صهیونیسټي رژیم آته میاشتي جنایت، له پیل څخه تر نن ورځې پورې د امریکا په بشپړ ملاتړ سره دوام لري او په خپلو ټولو تګلارو او ملاتړونو سره د صهیونیسټي رژیم ترڅنګ ولاړ دی او هېڅ داسې سند یا شواهد شتون نه لري، چې متحده ایالات اوربند ته چمتو وي."
د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویندوی ناصر کنعاني هم د دوشنبې په ورځ له خبریالانو سره په خپله اونیزه خبري غونډه کې، پر ایران باندې د لوېدیځ د فشارونو او د هغوی د هدفونو په اړه وویل: د اټومي مسئلې په تړاو د ایران په خلاف د ځینو اروپایي لورو اقدامات، د هغه بهیرونو لخوا غیر رغنده کړنې دي، چې دوی خپله د ایران د اټومي وضعیت او برجام په تړاو لومړي او وروستي تورن دي. دا ډول اقدامات قانوني او د منلو وړ سیاسي منطق نه لري. دوی باید پر ایران د تورونو لګولو پر ځای خپل مسئولیت درک کړي او پر خپل مسئولیت عمل وکړي.
د ایران ملي لوبغاړی په فرانسه کې د منډې په نړیوالو سیالیو کې د ۱۰۰ مترو د مسابقې اتل شو.
د ایران د ملي ټیم لوبغاړي "حسن تفتیان" د سه شنبې په ورځ د فرانسې د منډو نړیوالو اتلولیو په سیالیو کې د لس اعشاریه لس ثانیو په ثبتولو سره، د نورو سیالانو په پرتله ډېر ژر له پای لیکې څخه تیر شو او لومړی مقام یې خپل کړ.
په یوه بل خبر کې، د ایران د شپاړس کلنو د کم عمره ښځینه لوبغاړو استازې«مهسا علوي» وتوانېده چې په قزاقستان کې د آسیا د شپاړس کلنو د چټک شطرنج په سیالیو کې، خپلې ټولې ۷ لوبې وګټي او په ځواک سره د دغه ټورنمنټ اتلولي ترلاسه کړي.
ژباړه: زماني