Jun 17, 2024 16:03 Asia/Kabul
  • د افغانستان او ایران د بهرنیو چارو سرپرست وزیرانو تلیفوني خبرې

د ایران د بهرنیو چارو سرپرست وزیر علي باقري د افغانستان د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر امیر خان متقي سره په ټلیفوني اړیکه کې ټینګار وکړ چې د افغانستان خلک د خپل هېواد په اړه خپله پرېکړه کوي.

د ایران د بهرنیو چارو سرپرست وزیر د افغانستان د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر امیر خان متقي سره په ټیلیفوني اړیکه کې د نیکمرغه لوی اختر د مبارکۍ ترڅنګ د دوه اړخیزو همکاریو او د غزې د جګړې د وروستي وضعیت او د صهیونیسټ رژیم له لورې د غزې په سیمه کې د جنایتونو په اړه خبرې اترې وکړې.

علی باقري د اسلامی ملګرتیا د سازمان په چوکاټ کې ټینګار وکړ چې په د اسلامي هېوادونو په ګډ اقدام کې دې په صهیونیسټ رژیم فشار زیات شي، ترڅو په فلسطین کې خپل جنایتونه پای ته ورسوي.

امیر خان متقي هم د لوی اختر مبارکې په ویلو سره د ایران او افغانستان ښو اړیکو ته اشاره وکړه او هیله یې وښوده چې په بېلا بېلو برخو کې د تهران او کابل ترمنځ دوه اړخیزې همکارۍ لا پیاوړي شي.