د پهلواني سپورټ په نړیوالو سیالیو کې د ایران اتلولي + انځورونه
(last modified Sat, 22 Jun 2024 09:06:39 GMT )
Jun 22, 2024 13:36 Asia/Kabul
  • د پهلواني سپورټ په نړیوالو سیالیو کې د ایران اتلولي + انځورونه

پارس ټوډې – د ایران ملي لوبډله په ټیمي برخه کې د پهلواني سپورټ د نړیوالو سیالیو د لومړي پړاو اتله شوه.

د ایران په اصفهان ښار کې د پهلواني سپورټ سیالیو لومړی پړاو د مختلفو هېوادونو د ۱۳۰ لوبغاړو په ګډون سره ترسره شو.

د پارس ټوډې د خبر له مخې، د دې سیالیو په پای کې د ایران ملي لوبډلې په ۲۵۷ نمرو سره اتلولۍ خپله کړه او د اذریا جمهوریت د ۱۸۵ نمرو په لرلو سره دویم مقام ترلاسه کړ.

د ایران د ټیم لخوا د پهلواني سپورټ د سیالیو د اتلولۍ جام پورته کول

د عراق ټیمونو د ۱۷۰ نمرو په لرلو او د تاجکستان ټیمونو د ۱۵۰ نمرو په لرلو سره په ګډه درېیم ځای ترلاسه کړ.

په پهلواني سیالیو کې د بیلاروسي لوبغاړو ننداره

د یادونې وړ ده چې په دغو سیالیو کې د تاجکستان، هند، سوریې، لیتوانیا، سریلانکا، عراق، بیلاروس، لبنان، افغانستان، تانزانیا، فلسطین، آذربایجان، اندونیزیا، پولنډ، پاکستان، برونډي، ازبکستان، نیپال، استونیا، روانډا او کینیا هېوادونو استازو ګډون کړی وو.

په پهلواني سپورټ سیالیو کې ګډون کوونکي ټیمونه

 د پهلواني سپورټ چې د لرغونو سپورټونو بل نوم لري، د ایران  یو له تاریخي او کلتوري لوبو څخه شمېرل کېږي او له پخوانیو وختونو راهیسې مشهور دی. د پهلواني سپورټ قانونو او مکتب پر اخلاقو ټینګار کوي. د سپورټ قانون، خودپرستي او غرور تر ټولو بد صفتونه ګڼي او له همدې امله هڅه کوي چې په لوبغاړو کې د پياوړي کېدو ترڅنګ، عاجزي او خاکساري هم پيدا کړي.

د پهلواني سپورټ قانون او مکتب پر اخلاقو ټینګار کوي

پهلواني یوه ځانګړې ودانۍ او د گنبد په شکل چت لري. د پهلواني سپورت د گنبد لاندې څو ضلعي ځای شتون لري چې د پهلواني سپورټ مراسمو د تمرین او ترسره کولو اصلي ځای دی. دا سیمه چې ډېری وختونه شپږ ضلعي وي، د ځمکې له سطحې څخه څو متره لاندې موقعیت لري او له همدې امله ورته کنده ویل کېږي.

کلیدي جملې: د پهلوانۍ سپورټ څه دی؟ لرغونی سپورټ یا پهلواني ورزش، په ایران کې سپورټ، د ایراني سپورت اتلان.