د غزې د شهیدانو له کورنیو د ایرانیانو تود هرکلی + انځورونه
(last modified Thu, 04 Jul 2024 09:27:58 GMT )
Jul 04, 2024 13:57 Asia/Kabul
  • د غزې د شهیدانو له کورنیو د ایرانیانو تود هرکلی
    د غزې د شهیدانو له کورنیو د ایرانیانو تود هرکلی

پارس ټوډې – د « اصحاب طوفان » تر عنوان لاندې د غزې د شهیدانو او ژوندي پاتې شویو کورنیو د هرکلي مراسم، د ایرانیانو په پراخ حضور سره په تهران کې ترسره شول.

د تهران ښاریانو د سه شنبې په مازدیګر، د مرګ پر اسرائیل، مرګ پر امریکا د شعار په ورکولو او د مقاومت د جبهې د بیرغونو په لوړولو سره، د غزې شهیدانو د کورنیو له یوې ډلې هرکلی وکړ.

  د پارس ټوډې د راپور له مخې، د چهارشنبې په مازدیګر د غزې شهیدانو د کورنیو د یوې ډلې په حضور کې، د تهران د عباس آباد په سیاحتي سیمه کې د فلسطین تر ټولو لوی بیرغ پورته شو.

د دې مراسمو انځورونه لاندې لیدلی شئ

Image Caption
Image Caption
Image Caption
Image Caption
Image Caption
Image Caption
Image Caption
Image Caption
Image Caption
Image Caption
Image Caption
Image Caption
Image Caption
Image Caption
Image Caption
Image Caption
Image Caption

صهیونیسټي رژیم د ۲۰۲۳ میلادي کال د اکتوبر له ۷ نیټې راهیسې، د لوېدیځو هېوادونو په بشپړ ملاتړ سره، په غزې تړانګه او د اردن سیند پر لوېدیځه غاړه کې د بې دفاع او مظلومو فلسطینیانو په خلاف یو نوی ډله ایز قتل عام پیل کړی دی.  

د وروستیو راپورونو له مخې، پر غزې د صهیونیسټي رژیم په حملو کې تراوسه، څه دپاسه ۳۷ زره فلسطینیان شهیدان او څه دپاسه ۸۵ زره نور هم ژوبل شوي دي.

اسرائیلي رژیم په ۱۹۱۷ کال کې د برتانوي استعمار په طرحه او د فلسطین خاورې ته له مختلفو هېوادونو څخه د یهودانو د مهاجرت له لارې تاسیس او په ۱۹۴۸ کال کې یې شتون اعلان شو. له هغه وخت راهیسې د فلسطینیانو د نسل وژنې او د هغوی د ټولې ځمکې د نیولو لپاره، د ډله ایزې وژنې بېلابېل پلانونه تر سره شوي دي.

د ايران د اسلامي جمهوريت په مشرۍ يو شمېر هېوادونه، د اسرائيلو د استعماري رژيم د نسکورولو او خپلو اصلي هېوادونو ته د يهودانو د ستنېدو جدي ملاتړي دي.

کلیدي کلمې: ایران او فلسطین، د غزې جګړه، د اسرائیلو جنایتونه، اصحاب طوفان