اسلامي ایران د شانګهای په غونډه کې فعال ګډون درلودلی دی
د ایران د بهرنیو چارو سرپرست وزیر د شانګهای په سرمشریزه کښې د اسلامی جمهوریت فعاله ګډون د څو اړخیزه پالنې په ډګر کښې د خپل اغیزمن رول د ژورولو او لوړولولپاره د ایران ستراتیژیک انتخاب وباله.
د ایران د ایسنا د راپور له مخې، د ایران د بهرنیو چارو سرپرست وزیر "علي باقری کنی " د "X" په ټولنیزه شبکه کې لیکلي چې تر پرون ورځې پورې ایران یوازې د دې سازمان د غړو هېوادونو یو "همکار" وو خو د دیارلسم حکومت په تدبیر سره، د دغه نړیوال سیاسي-امنیتي میکانیزم د غړو له خوا د "پریکړو په کولو" کې شریک دی.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت سرپرست څرګنده کړه چې د آستانې په غونډه کښې د ایران د سرپرست ولسمشر شتون په دې خبره تاکید دی چې د شانګهای د ملګرتیاو د سازمان په میکانیزم کښې فعال ګډون د ایران ستراتېژیک انتخاب دی چې د خپل اغېزمن رول د ژورولو او پراختیا لپاره یې غوره کړی دی.
د شانګهای سازمان د غړو هېوادونو ۲۴مه غونډه (د جولای په ۳مه او ۴مه) د روسیې، اذربایجان، بلاروس، هند، ایران، قزاقستان، قطر، قرغزستان، چین، منګولیا، متحده عربي اماراتو، پاکستان، تاجکستان، ترکمنستان، ترکیې او ازبکستان د هیوادونو د مشرانو په شتون سره د قزاقستان په پلازمېنه استانه کې جوړه شوه.