د اسلامي هويت لپاره د ايران او اڼدونیشیا ګډې اندېښنې؛ د حضرت معصومه (س ) له پوهنتون د انډونیشیا د سفیر لیدنه
بردبار په ایران کښې د ښځو مقام ته هم اشاره وکړه او زیاته یې کړه: په ایران کښې د اسلامی انقلاب له بریالیتوب وروسته مونږ د ښځو په ډګر کښې ډیر پرمختګونه لیدلی دی چې د ایران د پوهنتونونو د پوهنځیو څه باندې ۳۶ سلنه ښځې دی.
پارس ټو ډی - په ایران کې د اندونیزیا سفیر قم ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د حضرت معصومه (س) له پوهنتون لیدنه وکړه او د دغه علمي مرکز له علمي او څیړنیزو ظرفیتونو سره بلد شو .
په ایران کښې د اندونیزیا سفیر«رونی پریستیو یولیانتورو» په قم کښې په شتون او د حضرت معصومه (س) د پوهنتون له ظرفیتونو سره بلدتیا د خوښۍ په څرګندولو سره هیله څرګنده کړه چې د دواړو هیوادونو او د اندونیزیا له پوهنتونونو سره د حضرت معصومه (س) د پوهنتون ملګرتیاوې دوامداره شی.. د پارس ټو ډی د خبر له مخې د قم د حضرت معصومه (س) د پوهنتون مشرې "مریم بردبار" د دغه کتنې په څنګ کښې د دغه پوهنتون او د اندونیزیا د پوهنتونونو د اړیکو په پراختیا باندې تاکید وکړ او ویې ویل: ایران او اندونیزیا په مختلفو برخو ، اسماني کتاب او پیغمبر ، مسلماني هویت، اسلامي ژوند او نور بیلابیل اړخونو اوکلتوري ډګرونو کې مشترکات لري چې باید په پام کې ونیول شي.
بردبار په ایران کښې د ښځو مقام ته هم اشاره وکړه او زیاته یې کړه: په ایران کښې د اسلامی انقلاب له بریالیتوب وروسته مونږ د ښځو په ډګر کښې ډیر پرمختګونه لیدلی دی چې د ایران د پوهنتونونو د پوهنځیو څه باندې ۳۶ سلنه ښځې دی. د ایران پوهنتونونو ته د داخلیدو لپاره ۵۰ سلنه یې نجونې دي.
د حضرت معصومه (ص) د پوهنتون مشرې د دغه پوهنتون شعار چې د هوښیارې مېرمنې، د کورنۍ لوړوالی دی، څرګنده کړه او وې ویل، دغه پوهنتون باید په خپل تمدن او علمي هویت سره د اسلامي نړۍ د ښځو لپاره نمونه وي. .
د یادولو وړ ده چې د حضرت معصومه (س) پوهنتون په ۲۰۰۷ کال کې د ایران په قم ولایت کې تاسیس شوی او شاوخوا ۱۷۰۰ ښځینه محصلینې پکې زده کړې کوي.
مهم ټکي: د ایران او اندونیزیا اړیکې، ایراني پوهنتونونه، د ایران علمي پرمختګ، د حضرت معصومه پوهنتون