څوارلس داعشي تکفیریان د ایران د اطلاعاتو د مامورانو په لومې کې
پارس ټوډی - د ایران د اسلامي جمهوریت د استخباراتو وزارت په یوې اعلامیې کښې وویل د هیواد د استخباراتي وزارت اطلاعاتي مامورانو د تهران، د البرز، د فارس او د خوزستان ولایتونو پښمول په څو ولایتونو کې په یولړ عملیاتو کښې د داعش خراسان په نوم له امریکايي او صهیونیسټي استخباراتي ادارو څخه هدایت شوي څوارلس تکفیری ترهه ګر پيژندل شوي او د قضايي قوې په حکم سره ونیول شول.
پارس ټو ډی راپور ورکړی،د داعش ترهګرې ډلې غړي په همداوروستیو کې د ترهګرو او و رانکارو عملیاتو په هدف سره په غیرقانوني ډول ایران ته وارد شوي وو.
په دغو څوارلسو داعشي ترهګرو کښې اوه کسان په فارس ولایت او اوه نور کسان په تهران ، البرز او خوزستان ولایتونو کښې ونیول شول.
د ایران د اسلامي جمهوریت د استخباراتو وزارت څو ورځې مخکې هم ویلي وو چې د داعش تکفیري ترهګرې ډلې دوه مشران ئې چې له ګاونډیو هیوادونو سره مرتبط نه دي نیولي دي.
د ایران د اسلامي انقلاب له بریالیتوب وروسته د امریکا ، د صهیونیسټ رژيم او د دوې د ملګرو عربو هیوادونو لخوا د ایران له اسلامي جمهوریت سره د مقابلې او د حکومت د نسکورولو لپاره بیلابیل فعالیتونه او هڅې شوي دي خو تراوسه یې کومه نتیجه نه ده ورکړي. البته په عراق اوسورئې کې ئې تر ډيره حده تباهي او بربادي رامینځةکړې خو بلاخره هم د مقاومتی چورلیز په کلکې ارادې او هوډ او د عراق او سورئې د حکومتونو او ولسی مبارزو ځواکونو په همت او مقاومت سره ئې درنده څپيړه خوړلې او د دوي د اربابانو خوبونه هم نیمګړي پاتې شويۍ دي
دغه تکفیری ترهه ګره ډله ځان د اسلام نماینده ډله ګڼي او په دې عنوان سره ئې ډیری مسلمانان وژلي او ډیری تاریخي میراث او آثار ئې هم تباه کړي دي
داپه داسې حال کې دي چې د ایران اسلامی جمهوریت دعراق او سورئې د حکومتونو په رسمي بلنې سره له ترهه ګرو سره په مبارزې کې دغو هیوادونو سره د سلاکارۍ مرستې وکړې او په نهایت کې د داعش د تش په نامه بلل شوی حکومت په ۲۰۱۷کال کې د شهید قاسم سلیماني او د مقاومتي چورلیز دمبارزانو په مجاهدتونو سره له مینځه لاړ . له دې وروسته وخت په وخت ددغې تکفیری ترهه ګرې ډلګۍ پاټې شوي تالی څټي او خرڅ شوي وګړي بیا هم په کمزورو ترهه ګرو عملیاتو باندې لاس پورې کوي.